د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د گوگل شرکت له خوا د طالبانو د اپ د بندولو هرکلی کړی دی.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند محمد یاسین صمیم وویل "دا چې د گوگل شرکت د طالبانو تبلیغاتي اپ د خپلې پاڼې څخه په اصطلاح حذف کړی، د ترهگرۍ ضد مبارزه په هکله یو اساسي کار دی".
د طالبانو ډلې د جمعې په ورځ د "الاماره" په نوم خپل تبلیغاتي اپ په پښتو ژبه د گوگل د اندریو شبکې له لارې فعال کړ.
د گوگل شرکت یو ویاند د یکشنبې په ورځ – د طالبانو د اپ د فعالیت څخه دوه ورځې وروسته – د بلومبرگ رسنې ته وویل چې دا اپ نور د گوگل د اپلیکشنونو په خرڅلاوه پاڼه کې نشته.
طالبانو د ټولنیزو شبکو له لارې په پراخو تبلیغاتو لاس پورې کړی دی او له دې لارې په عکسونو، ویدیوگانو او پیغامونو سره په ډیره اسانۍ خپل پیغامونه خپروي. د طالبانو ویب او ټویټر پاڼې هم څو ځلې تړل شوي دي خو بیا فعاله شوي دي.
طالبانو تر اوسه د خپل اپ د لېرې کیدو په هکله څه نه دي ویلي.
گوگل- د نړۍ ستر انټرنیتي شرکت – د هغه څه خپرولو ته اجازه نه ورکوي چې "کرکه خپروي".
ددې شرکت په اساسنامه کې لیکل شوي چې "مونږ هغو اپونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو چې د قوم، نژدا، دین، معلولیت، جنسیت، سن، ملیت، جنسي هویت له لارې د یوې ځانگړې ډلې خلکو ملاتړ کوي".