د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د غزني د انډرو پر ولسوالۍ بیا ډله ایز برید کړی


وسله والو طالبانو د سه شنبې په ورځ هم د غزني ولایت د اندړو پر ولسوالۍ ډله ایز بریدونه کړي وو.
وسله والو طالبانو د سه شنبې په ورځ هم د غزني ولایت د اندړو پر ولسوالۍ ډله ایز بریدونه کړي وو.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د تیرې شپې راهیسې د دغه ولایت د اندړو پر ولسوالۍ باندې ډله ایز وسله وال بریدونه پیل کړي چې لړۍ یې نن د پنجشنبې ورځې ته هم غځیدلې ده.

د غزني ولایت د انډړو ولسوال محمد قاسم دیسیوال نن سهار امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې پردغې ولسوالۍ د طالب وسله والو بریدکوونکو شمیر په سلګونو ښودلی او وايي چې تراوسه په جګړو کې د افغان ځواکونو له اړخه دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي دیسیوال وویل " همدا اوس د ولسوالۍ په مرکز کې سخته جګړه روانه ده، زمونږ د راپورونو پر اساس نږدې شپږ سوه طالبانو د ولسوالۍ او امینه قوماندانۍ پر مرکزونو ډله ایز بریدونه پیل کړي دي".

د اندړو ولسوال وویل چې په دغو جګړو کې افغان امنیتي ځواکونه له دریو پوستو په تکتیکي ډول په شا تګ کړی دی.

هغه وویل چې دغه پوستې افغان ځواکونو د سختو جګړو له امله پریښې دي.

د غزني ولایتي شورا استازي خالقداد اکبري امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د اندړو ولسوالې په روانو جګړو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې که چیرې دغې ولسوالۍ ته نورځواکونه د مرستې لپاره ورنه شي، ممکن دا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورشي.

ښاغلي اکبري وویل چې تراوسه لا دغې ولسوالۍ ته د مرستې لپاره نور ځواکونه نه دي ورغلي.

خو د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد زمان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د اندړو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د مرکز څخه د دفاع لپاره پوره ځواکونه شته دی.

جنرال محمد زمان وویل چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ ترڅنګ د جغتو پر ولسوالۍ هم بریدونه کړي چې د هغه پر وینا د جغتو پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي.

د سه شنبې په ورځ هم وسله والو طالبانو د اندړو پر ولسوالۍ ډله ایز بریدونه کړي وو، چې د افغان ځواکونوله خوا په شا تمبول شوي وو.

وسله والو طالبانو د اندړو پر ولسوالۍ د سه شنبې د ورځې په جګړو کې د موټربمب په یو برید کې چې د افغان ځواکونو څخه د نیول شوې زرې وسیلې په واسط یې تر سره کړی وو، شاوخوا ۲۵ افغان امنیتي سرتیري ووژل او نږدې څلویښت نوریې ټپیان کړل.

وسله والو طالبانو لا تراوسه د اندړو د ولسوالۍ د جګړو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG