د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندوز د زندان نه سل ګونه بندیان خوشې کړي


طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تقریباً دولس ساعته جګړه وکړه خو د شپې په شاوخوا دریو بجو طالبانو د کندوز ښار ته ننوتل او د جمهور رئیش اشرف غني او نورو مشرانو عکسونه یې وشکول او د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای یې خپل بیرغونه پورته کړل.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي " په کندوز ولایت کې امنیتي ځواکونو د طالبانو برید ته چمتوالی درلود خو پدې نه و خبر چې برید به دومره غټ وي. "

صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل " د کندوز ښار ته کومکي ځواکونه استول شویدي او کوښښ کیږي ، هر څومره ژر چې امکان ولري دا ښار د طالبانو نه بیرته ونیول شي."

که څه هم چې طالبان به ونشي کړی چې کندوز ښار تر ډیره وخت پخپلې ولکې کې وساتي خو ددې ښار نیول کیدل د هغوي لپاره د تبلیغاتو ښه وسیله ده.

بل پلو د دفاع د وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد وایي " پدې برید کې د افغان طالبانو سره د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د جنګیالو تر څنګ نورو بهرنیانو هم لاس درلود."

افغان چارواکي وایي چې د طالبانو د برید اصلي هدف د پولیسو قومانداني او مرکزي زندان و.

په همدې حال کېپه واشنګټن کې د رانډ کارپوریشن په څیړنیز مرکز کې د افغانستان د چارو کارپوه جیسن کمبپل وايي " د کندوز د ښار سقوط په سمبولیک لحاظ ډیره مهمه مسله ده ځکه چې د هغه په وینا " کندوز د طالبانو د رژیم د ړنګیدو پر مهال د هغوي وروستی مهم مرچل و. او بله دا چې دا لومړیل ځل دی چې طالبان په تیرو څوارلسو کالونو کې د یوه ولایت مرکز نیسي. "

د ښاغلي کمبپل په وینا د کندوز د ښار د سقوط یو بل دلیل دا دی چې د پاکستان د پوځي عملیاتو له وجې زیات شمیر جګړه ماران د افغانستان شمالي برخو ته راغلي و چې اکثره یې بهرنیان و.

" بهرني جګړه مارانو په یو شکل د ځایي طالبانو سره موافقه کړې وه چې خپلې هلې ځلې به همغږي کوي. ځایي طالبانو هم هغوي ته ځای ورکړی و. افغان امنیتي ځواکونه هم د امکاناتو له پلوه هغوومره وړتیا نلري چې د دومره غټ برید مخه ونیسي."

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو هم په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په کندوز کې هغوي کوم هوایي برید ندی کړی. خو ښاغلی کمبپل وایي چې د ناټو د ځواکونو د هوایي بمبارۍ لپاره پکار ده چې هغوي په سیمې کې پلي عسکر هم ولري:

" په ښاریه سیمو کې د هوایی بریدونو کول آسانه کار ندی ځکه هلته پلي نړیوال عسکر نشته چې د جګړه مارانو د اصلي موقعیت په اړه الوتکو ته معلومات ورکړي. افغان امنیتي ځواکونه به ښایي چې د کندوز ښار د بیرته نیولو لپاره د ناټو هوایي ملاتړ ته ضرورت ونلري خو که چیرته ناټو ورسره پدې برخې کې همکاري وکړي، د افغان امنیتي ځواکونو سره به ښه مرسته وګڼل شي. "

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د کندوز په ښار د طالبانو برید غندلی او وایي چې په " ملکي خلکو او ادارو دا شان بریدونه د بشري او نړیوالو قوانینو نه ښکاره سرغړاونه ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې د کندوز په ښار د طالبانو برید غندلی دی. د وزارت په اعلامیې کې ویل شویدي چې امریکا، د افغانستان ګاونډيو هیوادونو او نړیوالو ملګرو پرون د افغانستان په اړه د لوړې سطحې په یوې غونډې کې ژمنه وکړه چې د جمهور رئیس اشرف غني او د هغه د حکومت ملاتړ ته به دوام ورکوو.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د ښاغلي غني او د افغان حکومت د هغو لاسته راوړنو په ساتلو کې همکاري کوو چې په تیرو دریالسو کالونو کې تر لاسه شویدي.

XS
SM
MD
LG