د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بلخ د چهاربولک امنیه قوماندان په برید کې وواژه


چارواکي وايي دا پېښه د سه شنبې په شپه شوې ده

د بلخ امنیتي چارواکي وايي د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار کلام الدین تېره شپه ناوخته د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۶مه«لړم۱۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې نوموړی لومړی ټپي شوی، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه وویل چې په دغه برید کې له نوموړي سره څلور نور پولیس هم ټپیان شوي دي، چې دا مهال په روغتون کې بستر دي.

عادل وویل: "تېره شپه ناوخته طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ باندې برید وکړ، امنیه قوماندان له څلورو نورو پولیسو سره ټپي شوی و، چې وروسته یې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په روغتون کې ساه ورکړه."

چهاربولک د بلخ له نا امنه ولسوالیو څخه ده، چې د شمال پر حلقوي سړک باندې موقعیت لري.

طالبانو د دغه برید مسؤلیت په غاړه اخیستو یو شمېر پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

XS
SM
MD
LG