د لاس رسي وړ اتصالات

دوبۍ کې د طالبانو او د افغان سیاسي شخصیتونو غونډه


طالبانو په یو بیان کې په دوبۍ کې د نن او سبا غونډې د افغانانو ترمنځ د باور د فضا د پیاوړي کیدو غونډې بللي دي
طالبانو په یو بیان کې په دوبۍ کې د نن او سبا غونډې د افغانانو ترمنځ د باور د فضا د پیاوړي کیدو غونډې بللي دي

طالبانو په دوبۍ کې د یو شمیرافغان سیاسي او د مدني ټولنې له استازو سره شنبې او نن د یکشنبې د ورځو غونډې تائید کړي دي خو ویلی دي چې دا لیده کاته شخصي او عادي بڼه لري.

طالبانو په یو بیان کې چې رسنیو ته استول شوی ویلي چې دا غونډې د افغانانو ترمنځ د باور د فضا د رامنځ ته کیدو په نیت ترسره کیږي.

" د اسلامي امارت د سیاسي دفتر استازي د روان جون په ۶ او ۷ مه نیټه په دوبۍ کې د ځینو مخورو افغانانو سره شخصي ملاقاتونه لري، دا عادي غونډي دي چې د اسلامي امارت په ابتکار د افغاني شخصیتونوپه غوښتنه سره د نظر د تبادلي او داسلامي امارت په اړه دتشوویشونو دلیري کیدو په موخه وخت په وخت تر سره کیږې، تر څو دافغانانو ترمنځ اعتماد پیاوړی شي او د هېواد د اشغال د پای ته رسېدو او اسلامي نظام د قیام لپاره لاره هواره کړل شي ".

په دغه غونډه کې یو ګډون کوونکي سید اسحاق ګیلاني په غونډه کې د ګډون دمخه تیره اونۍ امریکا غږ ته وویل چې د دوبۍ په غونډه کې به په محدود شمیر کسان برخه واخلي خوښاغلي ګیلاني وویل چې په دې غونډه کې به د طالبانو د کویټې د شورا یو غړیهم برخه ولري.

ښاغلي ګیلاني د طالبانو ددغه غړی نوم وانخیست.

د ولسي جرګې دغه پخواني غړي وویل د دوبۍ په ناسته کې به دوی له طالبانو مشخص وړاندیزونه ولري.

سید اسحق ګیلاني وویل ‪ "په مخکې ځل کې چون، اول ناسته وه، مونږ یو بل باندې انتقادونه کول، پدې ناسته کې به کوشش کوو، چې لیکلی، پیشینهادونه ورکړو، چې دا پیشنهادونه د سولې لپاره معتبره دي، او دوی نه به یې ځواب غواړو، که یې ځواب ویلای شو، خو فبها او کنه نو دوی به یې له خپلې رهبرۍ سره شریکه کړي."
ښاغلي ګیلاني وویل چې د قطر په دوحه کې به د پګواش موسسې په مرسته له اختر وروسته دوهمه غونډه هم جوړه شي.

XS
SM
MD
LG