د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو چارواکی ایران سفیر سره کتنه کې: د اوبو د حقابې مسله په تفاهم حل شوې


افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د سیند د اوبو د ویش تړون لاسلیک کړی چې له مخې افغانستان باید هرکال [اباد کال]ایران ته د دغه سیند ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي.
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د سیند د اوبو د ویش تړون لاسلیک کړی چې له مخې افغانستان باید هرکال [اباد کال]ایران ته د دغه سیند ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران د سفیر علي بیګدلي سره په کتنه کې د یو لړ نورو موضوعاتو ترڅنګ د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حقابې په اړه هم خبرې کړي دي.

کابل کې د ایران سفارت ویلي چې په دې کتنه کې چې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ اتم (مرغومې ۱۹) شوې په کې د افغانستان له خوا د ایران د اوبو د حقابې د پوره کیدو د اړتیا، د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو په اړوند مسلو هم خبرې شوي دي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویلي: "اوس په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق له منځه تللی دی او د حقابې مسله د افغانستان او ایران ترمنځ حل شوې ده. په دې برخه کې غیر مسوولانه څرګندونې کیدای شي د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغیزه وکړي".

مولوي عبدالکبیر په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ددې دمخه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په تیرو دوو کلنو کې د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حقابې زیاته برخه اوبه یې دغه هیواد ته برابرې کړي دي او د اوبو د شتون په صورت کې هڅه کوي چې کافي اوبه دغه هیواد ته برابرې کړي.

په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د هلمند د سیند د حقابې په اړه دا خبرې په داسې حال کې کړي چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د روان کال د جنورۍ په درېیم (مرغومې ۱۴) په " محدود او غیر متناسب ډول ایران ته د اوبو پر داخلیدو د خپل هیواد سخت اعتراض او اندیښنه " د هرات په ولایت کې د پاشدان د اوبو د بند د پروژې په تړاو څرګنده کړې وه.

هغه په یو بیان کې ویلي چې د ایران دا اندېښنې "له اړوندو افغان چارواکو سره په تماسونو کې هغوی ته وړاندې شوي دي."

بقائي زیاته کړه: "د اوبو له حوزو او سرچینو څخه ګټه اخیستنه د دوه اړخیزو تړونونو، عنعنوي اصولو او قوانینو او همدارنګه د ښه ګاونډیتوب او د چاپیریال د ملحوظاتو سره سم د ایران حقونو ته له درناوي پرته نشي ترسره کیدای

په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د پاشدان د اوبو پر بند د کار د دوام خبر ورکړی و او ویلي وو چې ددغه بند د جوړیدو چارې تر ۸۰ فیصدو پورې بشپړې شوي دي.

دغه وزارت د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د پاشدان بند د طالبانو د حکومت یوه ستر پروژه یاده کړه او ویې ویل چې پر دغې پروژې کار په چټکۍ سره دوام لري.

د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر تېره میاشت په یو ویډیويي بیان کې وویل چې د پاشدان پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې او د اوبو بند یې جوړ شوی دی.

ددغه ویډیو پر اساس، په هرات ولایت کې دغه بند د ۵۴ میلیون مکعب مترو اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې ۱۳ زره هکتاره کرهنیزه ځمکه خړوبوي او دوه میګاواټه بریښنا تولیدوي.

د سلما د بند وروسته د پاشدان د اوبو بند د هرات په ولایت کې د اوبو دوېیم بند دی، چې د هلمند د سیند د اوبو په اوږدو کې جوړیږي.

د هلمند د سیند د اوبو مسله په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د ایران او ددغې ډلې د حکومت ترمنځ د بحث په یوه جدي مسله بدله شوې او حتی چې یو ځل په دې مسله د دواړو هیوادونو ترمنځ شخره د سرحدي نښتې تر حده رسیدلې وه.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د سیند د اوبو د ویش تړون لاسلیک کړی چې له مخې افغانستان باید هرکال ایران ته د دغه سیند ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي، خو په ټړون کې ټینګار شوی چې دا ټړون په هلمند سیند کې د اوبو وضعیت ته په پاملرنې د عملي‌ کېدو وړ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG