د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وايي د طالبانو جلاد یې نیولی


ملي امنیت وايي د طالبانو جلاد یې نیولی
ملي امنیت وايي د طالبانو جلاد یې نیولی

د افغانستان ملی امنیت ځواکونه وایی د طالبانو د ډلې جلاد یې نیولی دی. همدا رنګه دوی وايي د ننګرهار په هوایي دګر باندی د ۱۲ ځانمرګو برید کونکو بل تن یې هم نیولی دی.

ملا جمعه مشهور په اغا جان چې د افغانستان د ملی امنیت د چارواکو له خوا د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالی کی نیول شوی دی. چارواکي وايي، دی د طالبانو د وسله والی ډلی هغه جلاد دی چی ددې ډلی د فتوا د کمیسون غړیتوب لری او د هغو کسانو سرونه به یی پرې کول چې ددې کمیسیون له خوا به په مرګ محکومېدل.

۳۰ کلن ملا جمعه د مارجې ولسوالۍ د حاجی فقیر د کلي اوسیدونکی دی او ددې کلي په جومات کې امام وو.

نن په مطبوعاتي کنفرانس کې هغه خبریالانو ته و نه ښودل شو، د ملي امنیت چارواکي وايي، په خپلو کړنو یې اعتراف کړی او وایي درې کاله دمخه په نوزاد ولسوالی کی د طالبانو په لیکه کې شامل شو او د مولوی واحدي، حکم الله، حاجی مومن او مولوی راشد سره د فتوا د کمیسیون غړی شو.

دوی به هغه کسان چی د افغان دولت یا د بهرنیو ځواکونو سره په کار بوخت وو نیول او د کافر په نامه به یی سرونه ور پرې کول.

د چارواکو په قول، ملا جمعه وایي، د دوی کمیسیون تیر کال دری تنه چی د طالبانو سره بندیان وو په مرګ محکوم کړل او دی په خپله ددې زندانیانو له ډلی نه یو تن چی امان الله نومیده د خلکو په وړاندې یې مرۍ ورڅخه د قصابۍ په چاړه پرې کړه.

امان الله د ایتلافی ځواکونو د تانکرو امنیتی ساتندوی وو. د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند لطف الله مشعل وایي کیدای شی افغان ژورنالیست اجمل نقشبندي چې ۴ کاله دمخه په هلمند کې د طالبانو له خوا ووژل شو د همدې جلاد په لاس یې سر پرې شوی وي.

۲۰ کلن خالد الرحمن بل ځانمرګی برید کونکی دی چې د ځانمرګي برید دمخه یې په ننګرهار ولایت کې ځان افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړی دی.

خالد الرحمان چی د میرامشاه د سوران خوندون د کلی اوسیدونکی دی او د هنګو په یوه مدرسه کې یې زده کړې کړي دي او په همدې مدرسه کې یې د ۱۵ ورځنۍ روزنې په جریان کې د انتحاري بریدونو او لاسی بمونو د جوړونې لارې چارې زده کړې دي.

خالد الرحمان وایي د خپل ورور د لټې پسې یی د پاکستان ډیرې مدرسې لیدلي دي او د مولوي حقاني د تروریستی ډلې په لومه کې لویدلی دی.

خالد الرحمان وایی د هنګو په مدرسی کی نږدی ۱۳۰۰ تنه نور کسان هم ځانمرګو بریدونو او افغانستان ته د راتګ لپاره زده کړی لیدلی په دوی کی عربان، ازبکان، چیچینیایان هم دی. خالد وایي، د هنګو مدرسه د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس ای له خوا جوړه شوې ده او ځانمرګي برید کونکي خاص د افغانستان لپاره روزي.

لطف الله مشعل وایی د خالد نیونې ورته جوته کړه چی د ځانمرګو برید کونکو د روزنی مرکزونه یوازې په وزیرستان او سرحدی سیمو کی نه بلکه په ټول پاکستان کی خپاره دي.

د امنیت ویاند لطف الله مشعل وایي په پاکستان کې د دې ځانمرګو روزل به نه یوازې افغانستان دګواښ سره مخامخ کړي بلکه دا به په خپله د پآکستان او سیمی هیوادونو لپاره هم ستر ګواښ وی نو هیواد ته ددی ځانمرګو او تروریستانو د راننوتو د مخنیوی لپاره یې پراخ امنیتي پلانونه جوړ کړي دي.

په همدی حال کی د سولی د ټینګښت کمیسیون چی مشری یی د صبغت الله مجددی په غاړه ده دی کمیسیون سره د ۳۰ تنو مخالفینو د یو ځای کیدو خبر ورکوی او وایی دا کسان د ۵۰ میلو سپکو وسلو سره د خوست، کاپیسا ، کندز او لوګر په ولایتونو کی له دوی سره یو ځای شویدي.

دا کمیسیون دا هم وایی چی تر اوسه نږدی ۹۰۰۰ کسان چی د ګوانتانامو ، څرخی پله او بګرام په جیلونو کی بندیان وو د نوموړی کمیسیون په منځګړیتوب له زندان نه راخلاص شوي دي.

XS
SM
MD
LG