د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: کابل کې د اورلګیدو پیښه کې دوه تنه مړه شوي او لسګونه نورټپیان شوي


د طالبانو حکومتي چارواکو ددې چاودنې د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویلي زیاته کړې ده چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې پایلې به یې رسنیو سره شریکې شي.
د طالبانو حکومتي چارواکو ددې چاودنې د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویلي زیاته کړې ده چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې پایلې به یې رسنیو سره شریکې شي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې د پغمان په ولسوالۍ کې د ګازو د وېش د یو شرکت کې دننه د چاودنې وروسته اورلګېدلی، لږ تر لږه دوه تنه مړه شوي او ۱۰۷ نور ژوبل دی. د ۲۶ تنو وضعیت خراب ښودل شوی دی.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ نومبر درېیم (لړم ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د شننبې د ورځې شاوخوا ۵:۳۰ بجې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د حیدرخان د قلعه په سیمه کې د چاودنې وروسته اورلګیدلی وو چې له امله یې د سر او مال زیان خلکو ته رسیدلی دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د لومړني راپور له مخې، د یادې ادارې او د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې ادارې د ګډو ټیمونو د لومړنیو سروی او ارزونې پر بنسټ، د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د قلعه حیدرخان په سیمه کې د اورلګېدو پېښې له امله له بده مرغه دوه تنه شهیدان، ۲۶ تنه ټپیان، او ۸۱ تنه [ نور] برسېرن ټپیان شوي دي".

همدارنګه دغه وزارت ویلي چې په دې پیښه کې شرکتونو، سوداګرو او کسبه‌کارانو ته له یو میلیون او دوه سوه زره ډالرو څخه زیات مالي زیان اوښتی دی.

خو دغه وزارت ویلي چې دا لومړني ارقام دي او د سروی او ارزونې د جریان له امله د بدلون وړ دي.

ددغه وزارت له خوا ددغې خبرپاڼې د خپریدو دمخه د پیښو سره د مبارزې وزارت د اطفایې رئیس نورالله انصار خبریالانو سره په خبرو په دې پیښه کې د مړو شمیر شپږ تنه او د ټپیانو شمیر نهه تنه ښودلی وو.

هغه ویلي وو: "زه فکر کوم د مړو شویو شمیر له اوو تنو څخه زیات نه دی او شاید په همدې حد کې اوسیږي او د ټپیانو شمیر شاوخوا نهه تنه دی".

نورالله انصار وویل چې د اور لګیدلو په دې پیښه کې خلکو ته د سر او مال د زیان د رسیدلو په اړه لا هم څیړنې روانې دي. تراوسه ددغې اورد لګیدلو علت لا څرګند نه دی، خو ځینو عیني شاهدانو ویلي چې د اور د لګیدلو دمخه یې د یوې زورورې چاودنې غږ اوریدلی وو، چې ورسره سم د شرکت په دننه کې اور ولګید.

خو د طالبانو د حکومت د پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت سرپرست نورالدین ترابي ویلي چې لا هم ددې پیښې په اړه یې پلټنې دوام لري.

هغه ویلي: "ددې اورلګیدلو له امله انساني تلفات او پریمانه مالي زیان رامنځ ته شوی دی چې بشپړ راپور به یې د ارزونې د بشپړیدو وروسته خپور شي. همداشان د ګازو د ټانکرونو ټوټي د پیښې له ځایه دوه لیکو متره لیرې خپرې شوي دي او د سیمې اوسیدونکو ته یې زیان رسولی دی".

د طالبانو حکومت ویلي چې د اور د لګیدلو سره همهمهاله د اور د وژنې اطفایه سیمې ته رسیدلې وه او د موټرو د ترمیم دکانونو او نورو شرکتونو ته د اور پراخیدو مخه یې نیولې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG