د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: طالبانو د مسافرو قاتلان نه دي وژلي


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي په دارځړول شوي ټول طالبان دي چې خپلمنځیو اختلافاتو يې سر وخوړ.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي په دارځړول شوي ټول طالبان دي چې خپلمنځیو اختلافاتو يې سر وخوړ.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست له هغو راپورونه یوه ورځ وروسته دا خبره په کلکه رد کړه چې ګنې په زابل ولایت کې طالبانو د اوو افغان مسافرو قاتلان نیولي او بیا یې په دار ځړولي دي.

د ملي امنیت ریاست په یوې اعلاميې کې ویلي " ملي امنیت د طالبانو هغه ادعا په کلکه ردوي چې وايي په دار ځړول شوي خلک، د داعش غړي دي."

د دغه ریاست اعلامیه وايي طالبان اوس په څو ډلو وېشل شوي او په دار ځړول شوي هم په خپله طالبان وو چې د خپلمنځیو جنګونو ښکار شوي دي.

اعلامیه وايي طالبان د خپلو " جنایتونو د پټولو" لپاره دا ډول تبلیغات کوي.

خو تېره ورځ د زابل ولایت د ارغنداب ولسوال مهمند نصرتیار امریکا غږ اشنا ته وویل چې د ملا اختر محمد منصور ډلې طالبانو، د داعش هغه اته وسله وال په دارځړولي چې د یکشنبې په ورځ یې د اوو هزاره مسافرو سرونه پرې کړي وو.

دغه کسان د ارغنداب د ولسوالۍ د ملک په سیمه کې په دارځړول شوي وو؛ همداشان د زابل ولایت د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي هم اشنا رادیو ته د طالبانو له لوري د دغه کسانو په دارځړول تاید کړي وو.

XS
SM
MD
LG