د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په پکتیا کې په لسګونو کسان تښتولي دي


طالبانو نن سهار۶ بجې د سیدکرم د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سپرلیو موټر ودرول او په لسګونو مسافر یې له ځان سر یوړل
طالبانو نن سهار۶ بجې د سیدکرم د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سپرلیو موټر ودرول او په لسګونو مسافر یې له ځان سر یوړل

د پکتيا چارواکي وايي، چې په سيد کرم ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو له لويې لارې څخه لسګونه مسافر له يو شمېر موټرو سره يو ځای برمته کړي او ناڅرګند لوري ته يې بيولي دي.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي امريکاغږ ته وويل، چې تر اوسه د برمته شويو مسافرو د دقيق شمېر په اړه معلومات نه لري، خو ویلی شي، چې اکثره يې ملکيان دي.

ښاغلي سهي زياته کړه، دوی ته ځينې رسيدلي راپورونه ښيي، چې د يادو تښتول شويو کسانو په ډله کې يو شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پکتيا د امنيې قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل وايي، ياد شوي مسافر د سيدکرم ولسوالۍ د بډم کندې په سيمه کې، چې د پکتيا د زياتره ولسواليو لار پرې تېره شوې، نن سهار شاوخوا ۷ بجې برمته شوي دي.

هغه وويل، چې افغان ګډو امنيتي ځواکونو د تښتول شويو مسافرو د راخلاصون لپاره پلټونکي عمليات پيل کړي، خو زياتوي، چې تر اوسه يې د تښتونې لوری ندی څرګند شوی.

په همدې حال کې د ميرزکې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو امريکاغږ ته وويلو وسله والو له ځان سره تر ۳۰ زيات کسان برمته کړي، چې د دوی د ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي هم پکې شامل دي.

د پکتيا د يادو برمته شويو لسګونو کسانو مسووليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستی دی او وايي، چې حکومتي مامورين ترې بېلوي او ملکيان بېرته خوشي کوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته د برمته شويو کسانو شمېر نه دی ښودلی، خو ويلي يې دي، چې يو شمېر حکومتي مامورين يې د ملکيانو له منځه راويستلي او د نورو د پېژندنې لپاره تحقيقات روان دي.

XS
SM
MD
LG