د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې۱۰ طالبان او اته پاڅون کوونکي وژل شوي


تېره شپه د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو برید کړی چې چارواکي وايي، اته ولسي پاڅون کوونکي او لس طالب وسله وال پکې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې جګړه تېره شپه د امبارخانې، لوړتۍ کړباوې او لاچه پور سیمو کې شوې چې له امله یې اته پاڅون کوونکي وژل شوي او لس نور زخمیان دي.

نوموړی وايي، په دغه پېښه کې لس طالب وسله وال هم وژل شوي دي چې جسدونه یې د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

د سیمې یو اوسېدونکي ماهر الله امریکا غږ ته وویل چې سیمه کې ټوله شپه جګړې دوام کړی او طالبانو د پاڅون کوونکو شپږ پوستې سوځولي دي.

نوموړی وايي چې وسله والو طالبانو د پاڅون کوونکو اوه کورونه هم سوځولي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي وسلي.

بټي کوټ ولسوالۍ څو میاشتې مخکې له طالبانو پاکه شوې ده چې سلګونه ولسي پاڅونوال یې د امنیت ساتنې لپاره وګمارل او سیمې ساتي.

XS
SM
MD
LG