د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو طالبانو سرپل ولایت کې یوه ښځه په ډزو وژلې


تراوسه لا طالبانو یوې ښځې د وژلو په اړه د سرپل ولایتي چارواکو د ادعا په باب غبرګون نه دی ښودلی.

د سرپل ولایتي چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د جمعې په شپه د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه په ډزو وژلې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د پري په نوم یوه پنځویشت کلنه ښځه د سانچارک ولسوالۍ د "دّو تُوم" په کلي کې وژلې ده.

ښاغلي اماني د دې ښځې د وژلو علت له خپل میړه څخه بیلیدل او له بل سړي سره واده کول ښودلی دی.

د سانچارک په ولسوالۍ کې یوې سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې پري د یو جومات د ملا لور وه، چې د دغې سرچینې د ادعا له مخې د طالبانو له خوا د هغې په وژلو کې یې پلار هم لاس درلود.

له پري څخه یو کلن ماشوم پاتې شوی دی.

د سرپل ولایتي شورا چارواکي وايي، هغو کسانو چې په دې پیښه کې لاس درلود د طالبانو تر نفوذ لاندې سمیو ته تښتیدلي دي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه پري د وژلو په اړه د سرپل ولایتي چارواکو د ادعا په باب غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د جنسي اړیکو په تور د ښځو د وژلو دا لومړۍ پیښه نه ده، د دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د افغانستان په یو شمیر شمالي او لویدیځو ولایتونو کې ښځې د دغسې اړیکو د درلودو په تور وژلي دي.

XS
SM
MD
LG