د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو لخوا د تښتول شویو پولیسو مړي وموندل شول


د طالبانو لخوا د تښتول شویو پولیسو مړي وموندل شول
د طالبانو لخوا د تښتول شویو پولیسو مړي وموندل شول

په افغانستان کې پولیس وايي چې د هغو پنځو صاحب منصبانو مړي یی موندلي چی تیره اونۍ طالبانو برمته کړي وو.

چارواکي وایي چې د پولیسو دغه صاحب منصبان د شنبې په ماښام د وردگو په ولایت کې موندل شوي دي.

دغه پولیسان د هغو ١٦ تنو برمته شویو پولیسانو په جمله کې وو چې تیره اونۍ د غزني په ولایت کې د یاغیانو سره په یوه جگړه کی برمته شوي وو.

د یوه بل خبر له مخې نن د هلمند په ولایت کې پنځه افغان ملکي کسان د سړک د غاړې د بم په یوې چاودنې کې ووژل شول. په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپږ تنه نور زخمي شوي هم دي.

بل پلو ناټو وایي چې د افغانستان په ختیځ کې نن په بیلابیلو حملو کې د هغوی دوه عسکر وژل شوي دي. ددې پیښو جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي .

دغه راز د اُیتلاف قواوې وایي چې پرون د هلمند په ولایت کې په عملیاتو کې یو شمیر یاغیان ووژل شول.

ناتو وایی چی پرون د ارزگان په ولایت کی د افغان او د اُییتلاف د قواوو په گډو عملیاتو کی د طالبانو یو مشر وژل شوئ دئ.

ملا محمدالله د ولسوالۍ په سطح د طآلبانو یو مشر و چی د ناتو او افغان قواوو پرخلاف د حملو د جوړولو تور پری لگیدلئ ؤ.

XS
SM
MD
LG