د سمنګان د ولایتي شورا رئیس وایي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ولایتي شورا یو غړی، چې تېره ورځ یې په بغلان کې تښتولی و وژلی دی.
حاجي راز محمد نن یکشنبه د «وږې میاشتې پر۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو د سمنګان د ولایتي شورا غړی سید عبدالعلیم سادات د بغلان د پلخمري ښار له «چشمه شیر» سیمې څخه تښتولی و.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو په بغلان کې د هغه تر وژلو وروسته د نوموړي جسد د بغلان ـ بلخ د لویې لارې پر سر غورځولی و چې نن سمنګان ولایت ته انتقال شو.
د سمنګان د ولایتي شورا دغه غړی تېره ورځ د وسله والو طالبانو لخوا له څلورو تنو نورو سره تښتول شوی و، چې د ولایتي شورا د غړو په وینا د یادو څلورو تنو برخلیک لا تر دا مهاله معلوم نه دی.
پر همدې مهال د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي هم د طالبانو لخوا د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي سید عبدالعلیم سادات وژل کېدل تائید کړل او زیاته یې کړه چې جسد یې دغه ولایت ته انتقال شوی دی.
د بغلان اوسېدونکو د یاد ولایت د لویې لارې د ناامنیو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، دغه لویه لار چې د بغلان ـ کندز، بغلان ـ بلخ او کندز لارې ورڅخه تېرېږي طالبان پکښې فعال دي.
طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.