د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د طالبانو عملیات ملکيانو ته له زیان پرته بل څه نلري


تیرکال طالبانو خپلو عملیاتو ته د عمري عملیاتو نوم ورکړی وو
تیرکال طالبانو خپلو عملیاتو ته د عمري عملیاتو نوم ورکړی وو

د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو له خوا د منصوري عملیاتو په نوم د دغې ډلې د سږکال د پسرلني عملیاتو اعلان یوازې تبلیغات بللي او ویلي دي، چې د تیر په څیر به ملکي وګړو او بې وزلو خلکو ته د مرګ ژوبلې پرته دا عملیات بله پایله ونه لري.

د دفاع وزارت وایي چې سږکال به هم په خپل ټول قوت سره د وسله والو طالبانو د عملیاتو په وړاندې ودریږي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش د طالبانو د نویو عملیاتو د پیل په اړه امریکا غږ ته وویل چې د تیرکال په څیر بیا تروریستانو یوه بله اصطلاح د منصوري عملیاتو په نوم د خلکو د غولولو او تبلیغاتو لپاره کارولې ده.

جنرال رادمنش وویل "... مونږ به د ملي حاکمیت، د خاورې د تمامیت او د هیواد له خپلواکۍ څخه او افغانستان په نوم له مقدسې جغرافیه څخه دفاع وکړو او په افغانستان کې د سولې او د خلکو د هوساینې لپاره به د هغوی پر وړاندې د خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو او همغسې چې تیرکال د عمري عملیاتو په نوم یې عملیات له ماتې سره مخ شول دا عملیات به هم د ماتې سره مخ شي".

د طالبانو د منصوري عملیاتو پیل

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې د جمعې په ورځ چې د ثور اتمه او د ډاکټر نجیب الله پر رژیم باندې د پخوانیو مجاهدینو د بریا ورځ ده، د خپل پخواني مشر ملا اختر منصور په نوم" منصوري " عملیات یې سهار پنځه بجې په ټول افغانستان کې پیل کړي دي.

ملا اختر منصور تیرکال د امریکا په یو هوایي برید کې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې وژل شوی وو.

طالبانو ویاند ویلي چې د دغې ډلې د منصوري عملیاتو تمرکز به په افغانستان کې پر میشتو بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو باندې وي. د طالبانو په وینا دا عملیات به د دښمن پر اهدافو له تهاجمي بریدونو سره په څنګ کې د چریکي جګړې د تکتیک له مخې د ډله ایزو استشهادي او هدفي بریدونو، نفوذي حملو او تفجیري بریدونو په تر سره کولو وشي.

د وسله والو طالبانو ویلي چې دا عملیات یې ځکه له تیرو عملیاتو سره توپیر لري چې په نوو عملیاتو کې به جګړې تر څنګ سیاسي فعالیتونو او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې اداري تشکیلاتو رامنځ ته کیدو ته هم پاملرنه وشي.

طالبانو تیرکال خپل عملیات د دغې ډلې یوبل پخواني مشر ملا محمد عمر نوم کړي وو.

XS
SM
MD
LG