د لاس رسي وړ اتصالات

کاکړ: ترکمنستان او اندونیزیا غواړي چې د طالبانو دفتر هلته انتقال شي


طالبانو بل هېواد ته د خپل دفتر د انتقالولو لپاره څه نه دي ويلي
طالبانو بل هېواد ته د خپل دفتر د انتقالولو لپاره څه نه دي ويلي

په خلیج کې د افغانستان یو جګپوری دیپلومات وایې چې د ترکمنستان او اندونیزیا هېوادونو پخپله خاوره کې د طالبانو لپاره د یوې نمایندګۍ د جوړولو په خاطر چمتوالی ښودلی دی.

په قطر کې د افغانستان سفیر فیض الله کاکړ د امریکا غږ له آشنا ټلویزیون سره په يوې مرکې کې ويلي دي چې د افغانستان حکومت په دوحې کې د طالبانو دفتر د تړل کېدو په اړه غور کوي.

"زه فکر کوم داسې مملکوته شته لکه ترکمنستان او اندونیزیا چې غواړي د سولې په موضوع کې همکاري وکړي او دا دفتر [په قطر کې د طالبانو دفتر] هلته انتقال شي."

ښاغلي کاکړ له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې خبرو ته حاضر شيځکه چې په وینا یې طالبان په نظامي قوت نشې کولې واک ته ورسیږي.

تیره میاشت ځینو رسنیو خبر ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل افغان سیال محمد اشرف غني فشار راوړی څو په قطر کې د طالبانو دفتر وتړي.

طالبان وایې چې په قطر کې یې دفتر د سیاسي فعالیتونو لپاره دی، خو ځېنې نیوکه کوي چې دغه دفتر د سولې د راوستلو په خطر د پام وړ کوم کار نه دی کړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ملي وحدت د حکومت اجرائیه ریاست ویلي و چې هغه ادارې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته نشې کولې، شتون یې معني نه لري.

په قطر کې د افغانستان له سفیر فیض الله کاکړ سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:59 0:00

XS
SM
MD
LG