د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبان په دوو ډلو وویشل شول


د اټکلونو سره سم د تحریک طالبان ډله په دوو ډلو وویشل شوه، خو ویل کیږي چې دا کار به د حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو منفي اغیز ولري.

د امریکا غږ خبریال ایاز گل په خپل رپوټ کې لیکي چې د پاکستان د تحریک طالبان ډله چې په ٢٠٠٧ کال کې په سیمه کې د حکومت ضد لسگونو وسله والو ډلو د یو سست اتحاد په نتیجه کې رامنځ ته شوه، په زرگونو پاکستانیان یې په ځانمرگو بمي بریدونو او نورو ترهگریزو حملو کې وژلي دي.

په همدې اونۍ کې د طالبانو یو مهم قوماندان اعلان وکړ چې د تحریک طالبان نه جلا شو. د خالد سید سجنا په مشرۍ د جلا شوې ډلې ویاند د تحریک طالبان د مشرانو د تروریزم پالیسي غیر اسلامي گنلې او ویلي یې دي چې د پاکستان تحریک طالبان ډله خلک برمته کوي او بیا پرې پیسې غواړي.

تر اوسه پوري معلومه نه ده چې د پاکستان د حکومت پالیسي او یا د هغې د استخباراتي ادارې مداخلې ښایي ددغه بیلتون انگیزه شوې وي. دا هم نه ده معلومه چې د تحریک طالبان پاکستان نه بیله شوي ډله د پاکستان د حکومت سره د سولې د خبرو لپاره علاقه لري او که نه؟

د پاکستان د پوځ پخوانی برید جنرال سید نذیر وایي چې د طالبانو په ویشل کیدو سره پاکستان دا چانس تر لاسه کړېدی چې اوس په هغو سیمو کې د سولې لپاره د طالبانو سره خبري وکړي کومي سیمی چې ددغی ډلې د کنټرول لاندي دي.

هغه وایي « کیدای شي دغه جدایي د پاکستان د امنیتي ادارو په هڅونه او د پاکستاني طالبانو د موقف د کمزوري کیدو په وجه شوې وي، خو تر اوسه پوري طالبانو د اوربند اعلان ندی کړی.»

د روان کال په اخیره کې د افغانستان نه نړیوال عسکرو ووځي. پاکستان او افغانستان دواړه هیوادونه اټکل کوي چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو نه وروسته به د طالبانو په فعالیتونو کې زیاتوالی راشي.

د پاکستان په حکومت باندی پر وروستیو کې فشار زیات شویدی چې په قبایلي سیمو او په خاصه توگه په شمالي وزیرستان دې د حکومت د کنټرول لاندی راولي.

د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کنټرول نلري. او د پاکستان پوځ هم د تیرو لسو کلونو نه د طالبانو سره په دغه سیمو کې په جگړه بوخت دی.

د پاکستان د پوځ یو متقاعد جنرال احسان الحق چې د آی ایس آی مشر هم وو ، وایی چې د پاکستان قبایلي سیمه د اسلام اباد او کابل دواړو لپاره ډیره مهمه ده « مونږ د خپل وطن د جوړولو لپاره ډیر لږ وخت لرو، چې باید مونږ د پاکستان په قبایلي سیمو په گډون په شمالي وزیرستان کنټرول ولرو. اوس وخت رارسیدلی دی چې د پاکستان د قبایلي سیمو مسله حل کړی شي.»

د رپوټونو له مخې د خالد سجنا ډله د پاکستان د تحریک طالبان ډلې نه چې ملا فضل الله یي مشري کوي، بیله شوي ده. د دغي ډلی د بیلیدو په عواملو او په پاکستان کې د طالبانو د فعالیتونو د اغیز په هکله نذرانې یوسفزۍ په پیښور کې د سیمه ایرو چارو کار پوه ایمل خټک سره مرکه کړیده چې دلته یې اوریدای شئ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:04 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG