د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبرې وځنډولې


تمه وه چې د امریکايي بندي عسکر په بدل کې به د ګوانتنامو د زندان نه پنځه طالب بندیان خوشي شي
تمه وه چې د امریکايي بندي عسکر په بدل کې به د ګوانتنامو د زندان نه پنځه طالب بندیان خوشي شي
طالبانو له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې ځنډولې دي. دغه خبره په هغه خبرپانې کې راغلې ده چې د یکشنبې په ورځ طالبانو خپره کړه.

د طالبانو په خبرپانې کې، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولې ده، د خبرواترو د ځندولو علت په افغانستان کې «اوسنی پیچلي سیاسي وضعیت» ښودل شوی دی.

تمه وه چې د یو امریکايي بندي عسکر په بدل کې به د ګوانتنامو د زندان نه پنځه طالب بندیان خوشي شي.

د طالبانو لخوا برمته شوی
امریکايي عسکر بو برګډال نومیږي. دغه امریکايي پړکمشر په ۲۰۰۹ کال کې د پکتیکا په ولایت کې د طالبانو لخوا برمته شو.

د طالبانو ویاند ویلي دي چې د امریکا سره خبرې اترې، په قطر کې د دوی د دفتر له لارې، په غیر مستقیمه توګه کیدلې.

طالبانو څه موده مخکې د برمته شوي امريکايي عسکر ویډیو خپره کړه چې ورسته بیا رسنیو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه راپوټونه خپاره کړل.

طالبانو، په خپله خبرپانې کې، دا نه دې ویلي چې د بندیانو د تبادلې په اړه به کله خبرې بیرته پیلوي. خو په خپاره شوي بیان کې ویل شوي دي چې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې به د طالبانو د مشرانو تر امر ثاني پورې وځنډول شي.

د طالبانو سره خبرې

بل پلو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې د منلو نه انکار کړی دی چې ګوندې د طالبانو سره دې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې روانې وي.

د سپینې مانۍ ویاند جي کارني په یوه خبرې کنفرانس کې چې تیره اوونۍ یې ورکړ وویل چې امریکا د برګډال د سمدستې او خوندي خوشي کیدو هڅه کوي. خو هغه په دې اړه څه و نه ویل چې آیا د دغه موضوع په سر د طالبانو سره مخامخ تماس نیول شوی دی او که نه.

د سپینې مانۍ ویاند جي کارني وویل: «موږ د طالبانو سره [اوس] خبرې اترې نه دې کړي. که چیري خبرې اترې پیل شي نو موږ به حتما د پړکمشر برګډال د خوشي کیدو خبره وکړو. په عین وخت کې، موږ اوس هم په فعاله توګه هڅه کوو چې هغه بیرته خپل کور ته راستون کړو.

«زه تاسو ته د ټولو هڅو په اړه ځه نه شم ویلی، خو په دغو هڅو کې زموږ د پوځ، استخباراتو او دیپلوماتانو هڅې شاملي دي.»

په کابل کې د امریکا سفارت ویاند رابرټ هیلټن بیا د طالبانو د خپرې شوې خبرپانې په ځواب کې یواځې دومره ویلي دي چې «د بریګډل د خوشي کیدو په اړه خبرې د ډیر وخت راهیسې روانې دي.»

خو د امریکا د سفارت ویاند دا هم ویلي دي چې « نه غواړي د هغو هڅو په اړه څه ووايي چې د دغه امریکايي عسکر د خوشي کولو لپاره یې کوي.»


د بندیانو خوشي کول او سوله

د ګوانتنامو نه د طالب بندیانو د خوشي کولوغوښتنه ولسمشر کرزي هم کړې. واشنګټن هڅه کوي چې ولسمشر کرزي دې ته وهڅوي چې امنیتی تړون لاسلیک کړي. ولسمشر کرزی د امریکا نه غواړي چې د طالبانو سره د خبرواترو د پیلیدو په برخې کې دې مرسته وکړي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو لپاره یو شرط دا دی چې د سولې د خبرو د پيلیدو لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.

څه موده مخکې، ښاغلي فیضي د امریکاغږ اشناراډیو سره په یوې مرکې کې وویل چې د خبرواترو د پیلیدو لپاره یو ګام دا هم کیدای شي چې د ګوانتنامو نه طالب بندیان خوشي شي.

هغه پنځه کسان چې تمه وه د برمته شوي امریکايي عسکر د خلاصیدو په بدل کې خوشي شوي واي، د طالبانو د مهال لوړ رتبه چارواکي دي چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې په ګوانتنامو کې بندیان دي.

په دغو بندیانو کې ملافضل هم شامل دی، چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کلنو په منځ کې د زرهاوو کسانو د وژلو تور ورباندې لګول شوی دی. همداراز د طالبانو یو لوړ رتبه قوماندان نورالله نوري، د طالبانو د رژیم پر مهال د استخباراتو د وزارت مرستیال عبدالحق واثق او د طالبانو د رژیم د کورنیو چارو وزیر خیرالله خیرخواه هم شامل دي. د طالبانو پنځم کس بیا محمد نبي نومیږي.
XS
SM
MD
LG