د لاس رسي وړ اتصالات

پر طالب مشرانو د سفر د بندیز موده پای ته ورسېده


د سپېنې ماڼۍ ویاند اریک سلېکتز وویل چې د ولسمشر اوباما اداره په راتلوونکې کې د طالب چارواکو د فعالیتوپه اړه اندېښنمنه ده.
د سپېنې ماڼۍ ویاند اریک سلېکتز وویل چې د ولسمشر اوباما اداره په راتلوونکې کې د طالب چارواکو د فعالیتوپه اړه اندېښنمنه ده.

د ګوانتنامو له زندان څخه پر خوشي شویو پنځو طالب مشرانو لګېدلی بندیز د یکشنبې په ورځ د مۍ په ۳١ نېټه پای ته ورسېده.

دغه طالب مشران تېر کال د یو امریکايي سرتېري په بدل کې ازاد شول او له هماغه وخت څخه په قطر کې دي.

طالبانو دغه امریکايي سرتېری په ۲۰۰۹ کال کې خپلې پوځي اډې سره نژدې د قدم وهلو پر مهال ونیوه.

پر دغو طالب مشرانو د سفرونو بندیز لګېدلی و او اوس د دغه بندیز د مودې ختمېدل امریکايي وکیلان او د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي اندېښمن کړي دي، دوی اندېښنه لري چې خوشې شوي طالب مشران به بېرته د جګړې لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

خو، امریکايي چارواکي وايي دوی په دې تړاوو په افغانستان او قطر کې له چارواکو سره نژدې تماسونه لري او له دې پلوه ډېره اندېښنه نشته خو، تر دې دمه په ښکاره د دغو کسانو د بندیز د ممکنه غزېدلو خبره نه ده شوې.

د طالبانو یو ویاند د شنبې په ورځ ناوخته امریکا غږ ته په دې اړه وویل " د اوس لپاره موږ د دغې موضوع په اړه تاسو ته د ویلو څه نلرو. "

د سپېنې ماڼۍ ویاند اریک سلېکتز وویل چې د ولسمشر اوباما اداره په راتلوونکې کې د طالب چارواکو د فعالیتوپه اړه اندېښنمنه ده.

"موږ له خپلو همکارانو سره په تماس کې یو چې د خوشې شویو طالب بندیانو له لوري د ممکنه پېښېدوونکي ګواښ مخه ونیسي."

له ګوانتنامو څخه خوشي شوي طالب مشران، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوړپوړي چارواکي وو خو د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته دغه کسان ونیول شول او بیا په ګوانتنامو کې زنداني شول.

خو، تېر کال په افغانستان کې د یو نیول شوي امریکايي خورد ضابط بوی برګدال په بدل کې له ګوانتنامو ازاد او قطر ته واستول شول.

XS
SM
MD
LG