د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په خوست او کونړ کې د اوبو او برېښنا لوی بندونه جوړوو


په زابل ولایت کې د توري بند د جوړولو چارې
په زابل ولایت کې د توري بند د جوړولو چارې

د طالبانو د حکومت د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې په خوست او کونړ ولایتونو کې د اوبو او برېښنا لوی بندونه جوړوي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د شنبې په ورځ،‌ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۹) په ایکس ټولنیزې شبکه کې لیکلي چې د دې وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د خوست ولایت له سیمه‌ییزو مسولینو سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د اوبو او برېښنا د پروزو د تطبیقولو په اړه خبرې کړې دي.

عبداللطیف منصور په دې کتنه کې ویلي:‌ "په نږدې راتلونکې کې به په خوست ولایت کې د یوه لوی بند د جوړولو چارې پیل شي."

منصور زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره په خوست ولایت کې به د اوبو او انرژي لا زیاتې پروژې عملي شي.

پر کونړ سیند د بند جوړولو هوکړه

په عین حال کې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر ملا عبدالطیف منصور د څراغ له خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې پر کونړ سیند د بند جوړیدو ته کلک هوډ لري او په دې برخه کې هوکړه نهايي شوې ده.

هغه پرته له دې چې په دې اړه ډېر جزئيات ورکړي زیاته کړې ده چې د کونړ پر سیند باندې د اوبو د بند جوړولو په اړه له یو بهرني شرکت سره هوکړې ته نږدې شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به ور سره تړون لاسلیک کړي.

د منصور په وینا پر کونړ سیند باندې د جوړیدونکي بند تخنیکي څېړنې بشپړې شوي دي او له بهرني شرکت سره له هوکړې وروسته به یې عملي کار پيل شي.

افغانستان د اوبو د بندونو له لارې د برېښنا د تولید ښه ظرفیت لري خو په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د جګړو او د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې له امله په دې برخه کې په ځان نه دی بسیا شوی او د خپلې اړتیا وړ برېښنا لویه برخه له بهر څخه واردوي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر په دې مرکه کې ویلي چې افغانستان یواځې له ایران سره د اوبو د ویش تړون لري او زیاته کړې یې ده چې بل یو هېواد هم د افغانستان د اوبو په اړه د څرګندونو حق نلري.

منصور ویلي: "موږ خو له بل هېواد سره معاهده نلرو چې هغه لکه ایران ووايی ماته حقابه نه ده راکړل شوې یا اوبه ولې بندې شوې او یا کمې شوې...چې معاهده نلرو بیا د دې حق هم څوک نلري چې هغه خبره وکړي چې اوبه ولې په ما کمې شوې یا بندې شوې. "

له دې وړاندې د طالبانو حکومت له چین څخه هم غوښتي دي چې د برېښنا د تولید او د روغتیايي مرکزونو د تجهیز په برخو کې ورسره همکاري وکړي.

افغانستان یوازې د خپلې اړتیا وړ بریښنا شاوخوا ۳۰ فیصده له خپلو داخلي منابعو څخه ترلاسه کوي او وارداتي بریښنا د دې هېواد یوازې ۴۰ فیصده اړتیاوې پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) د راپور په اساس افغانستان د انرژۍ له یو ستر بحران سره مخ دی او په دې هیواد کې اوسمهال یوازې شاوخوا ۴۰ فیصده کورنۍ بریښنا ته لاسرسی لري.

دغې ادارې ویلي چې د افغانستان د بریښنا سکټور د سترو ننګونو سره مخ دی چې په وینا یې په دغو ننکونو کې انرژۍ ته په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې محدود لاس رسی او پر وارداتي بریښنا باندې ډیره زیاته اتکا شامله ده.

د افغانستان د برېشنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان اوس مهال د خپلې شاوخوا ۱۴۰۰ میګاواټو د اړتیا وړ بریښنا کابو ۷۵ فیصده یې د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو ایران، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG