د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په افغانستان کې د داعش شتون محدود بولی


طالبان وایي د اسلامي دولت یا داعش وسله وال یوازې د ننګرهار په سرحدي سیمو کې فعال دي
طالبان وایي د اسلامي دولت یا داعش وسله وال یوازې د ننګرهار په سرحدي سیمو کې فعال دي

طالبانو په یواعلامیه کې چې تیرماښام د دغې ډلې د یو ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته استول شوې، د بدخشان په ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو شتون په کلکه رد کړی او ویلي دي، چې داعش د ننګرهار له محدودو سرحدي سیمو پرته د افغانستان په نورو برخو کې اصلآ شتون نه لري.

په اعلامیه کې ویل شوي "پرته له دې چې د داعش یو شمیر غړي د ننګرهار ولایت په محدودو سرحدي سیمو کې شته او زمونږ مبازه د هغوی پر وړاندې روانه ده، د هیواد په بله هیڅ یوه سیمه کې داعش ته پناه نه شي ورکول کیدلی، د دې لپاره چې خلک د دغې ډلې پر وړاندې خاص حساسیت لري اوهم زمونږ مجاهدین په هیواد او سیمه کې د دغې ډلې د ظهور ستونزو او پایلوته متوجه دي".

طالبانو په دغه اعلامیه کې، په بدخشان کې د داعش شتون او د داعش له خوا د افغانستان ګاونډیو ته د ستونزو د راولاړیدلو په اړه د رپوټونو خپریدل د افغان حکومت او په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو د پروپاګند یوه برخه ګڼلې او ادعا یې کړې چې افغان حکومت او بهرني ځواکونه د دغسې رپوټونو په خپریدلو سره غواړي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته بهانه جوړه کړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو د څرګندونو پر خلاف وایي، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش د شتون ترڅنګ دا ډله په کونړ کې هم حضور لري.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوی ته په بدخشان ولایت کې هم د داعش د ډلې د شتون رپوټونه ورکړل شوي دي.

جنرال رادمنش وویل "په ننګرهار، کونړ او همداشان د یوې معاملې له مخې د بدخشان په ولایت کې یې هم بیرغونه لیدل شوي دي، خو دوی ته دا کسان د هغو وسله‌والو په ډله کې دي چې د افغانستان د ملي حاکمیت او د خاورې د بشپړتیا په وړاندې د دښمنۍ ډک فعالیتونه ترسره کوي".

جنرال رادمنش وایي، چې افغان ځواکونو ددغې ډلې او نورو وسله والو ډلو له منځه وړلو لپاره د شفق په نوم عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې نږدې یو نیم کال وړاندې د ننګرهار ولایت د اچین په سرحدي ولسوالۍ کې سر راپورته کړ او ډیر ژر یې اچین سره په څنګ کې ددغه ولایت نورو ولسوالیو ته هم فعالیتونه وغځول، چې د افغان امنیتي ځواکونو سره د پرله پسې جګړو او نښتو سربیره د طالبانو د ډلې له وسله والو سره د جګړو سره سره یې نه یوازې د اچین په ولوسالۍ کې خپل حضور ساتلی، بلکې د تیرو دوو میاشتو راهیسې یې د ننګرهار د کوټ په ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو سره ګرمه جګړه پرمخ وړې ده.

د کوټ کډوال

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي چې د کوټ ۹۵ فیصده سیمه یې د داعش له وسله والو پاکه کړې ده.

ښاغلي کندوزي په جلال اباد کې د امریکا غږ خبریال ضیاالرحمان حسرت سره په مرکه کې وویل چې د داعش له ولکې د کوټ د پراخه سیمو د بیرته نیولو وروسته د هغو ۵۰۰ کورنیو له ډلې چې د جګړو له امله نورو سیمو ته کډه شوې وې، تر درې سوو پورې یې بیرته خپلو سیمو ته ورستنې شوې دي.

د ننګرهار والي وویل چې د داعش وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې تر اویاوو پورې کورونه هم سوزولي دي.

د ننګرهار والي وایي د دوشنبې په ورځ به د کوټ په ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستو د راټولولو لړۍ روانه ده او ژر به دغو کورنیو سره مرستې وشي.

XS
SM
MD
LG