د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي تخار لپاره یې د طالبانو نومول شوی والي وژلی


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په یو بیان کې د تخار ولایت لپارهقاري طیب په نوم د طالبانو د نومول شوي والي وژل کیدل تائید کړي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت په یو بیان کې ویلي چې قاري طیب پنځه ورځې وړاندې د دغو ځواکونو په یو هوایي برید کې د کندز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت په دغه بیان کې په قاري طیب باندې د دغه ماموریت د ځواکونو هوایي برید هدف طالبانو ته په دشت ارچې ولسوالۍ کې په ازاد ډول د تګ راتګ مخنیوی بللی دی.

دا بیان وايي " د ۲۰۱۱ راهیسې طیب یو هدف وو او هغه د امریکا پوځي منسوبینو په وژلو کې مخامخ لاس درلود".

د قاطع ملاتړ ماموریت بیان وايي، د دغې ماموریت هوایي ځواکونو د قاري طیب د اوسیدانې ځای په نښه کړی چې په پایله کې د هغه سره اته نور طالبان هم وژل شوي دي.

د کندز ولایت د پولیسو چارواکو رسنیو ته لا دمخه د قاري طیب د وژل کیدو خبر ورکړی وو.

د کندز ولایت د پولیسو ویاند په قاري طیب باندې په برید کېد طالبانو د دغه چارواکي سربیرهد اولسو نورو طالبانو د وژلو ادعا کړې وه.

که طالبان د قاري طیب وژل تائید کړي، نو دا به د دغې ډلې دریم نومول شوی والي وي چې د روان عیسوي کال له پیله راهیسې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې وژل کییږي.

دمخه طالبانو د کندز او بغلان ولایتونو لپاره د خپلو نومول شوو والیانو وژل تائید کړي وو.

خو تراوسه دغې ډلې د قاري طیب وژل کیدل نه دي تتائید کړي

XS
SM
MD
LG