د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ناټو هلیکوپتر راغورځولې


طالبانو د ناټو هلیکوپتر راغورځولې
طالبانو د ناټو هلیکوپتر راغورځولې

طالبانو په افغانستان کی د ناټو یوه هلیکوتر ویشتلی او د ناټو څلور عسکر پکې وژل شوي دي.

د ناتو پوځی مامورانو ووېل چه دغه پېښه نن دچهار شنبی په ورځ دهلمند په ولاېت کی رامنځ ته شوه.

د افغانستان دحکومت یوه ویاند وویل چې د ناتو هلیکوپتر د سنگین په ولسوالئ کی راولویده.

د دوشنبی دورځی نه راپه دی خوا ناتو په جنگ تراوسه پوری خپل اولس تنه عسکر له لاسه ورکړی دي. امرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس نن عالان وکړ چه دتلفاتو باوجود کوم اېتلافی ملکونه چه په افغانستان کی کی عسکر لری باېد دروان کال تر پای پوری په جنگ کی پرمختگ وکړی.

رابرټ گېټس د برېتانېې ددفاع د وزېر سره دخبرو لپاره لندن ته په سفر تللی دی.

ناتو ووېل چه دسه شنبی په ورځ ېې دوه تنه عسکر دافغانستان په جنوب کی وژل شوی دي او په په دغه سېمه کی دبرېتانېې ددفاع وزارت هم اعلان وکړ چه ېو عسکر ېې طالبانو سره په ېوه نښته کی دهلمند دولاېت د ناد علی په ولسوالئ کی دټوپکو په ډزو کی وژل شوی دی.

د دوشنبی په ورځ اوه تنه امرېکاېې عسکر، ېو فرانسوی عسکر او دوه تنه استرالېاېې عسکر دهېواد په جنوبی او ختېزو ولاېتونو کی په جنگ کی وژل شوی وو، چه دتلفاتو په حساب په روان کال کی دا د ناتو دقواو لپاره په وافغانستان کی تر ټولو مرگانئ ورځ وه. په قندهار کی د ناتو دقواو له خوا د طالبانو په خلاف د سترو پوځی عملېاتو څخه مخکی، طالبانو هم خپلی حملی زېاتی کړی دي.

په عېن وخت کی دافغانستان او پاکستان لپاره دامرېکا خاص استازي رچرد هولبروک پرون ووېل کومې پېسی چه هغو طالبانو لپاره اختصاص دي چه غواړی د جنگ نه لاس واخلی او دحکومت سره ملگری شی، باېد چه دکابل حکومت اجازه ورنه کړی چه رشوت خواره مامورېن ېې په خپلو جېبونوکی وغورځوی.

هولبروک پرون په ماډرېډ کی خبرېالانو ته ووېل غواړی چه د روغې جوړی پروگرام باېد په کابل کی په جولاېې په شلمه د ېوه نړېوال کانفرانس دشروع کېدلو نه مخکی شروع شی.

XS
SM
MD
LG