د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په قطر کې د پګواش په غونډه کې برخه اخلو


د روان کال د ثور په میاشت کې هم پګواش په قطر کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې د سولې عالي شورا او طالبانو استازو هم په کې ګډون کړی و
د روان کال د ثور په میاشت کې هم پګواش په قطر کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې د سولې عالي شورا او طالبانو استازو هم په کې ګډون کړی و

ټاکل شوې چې سبا د شنبې په ورځ د قطر په دوها کې د افغانستان د سولې په مسله یو غیر رسمي کنفرانس چې د پګواش نړیوالې ادارې یې بندوبست کړی جوړ شي.

د روان هجري شمسي کال د ثور په میاشت کې هم د پګواش کاناډایي نړیوالې موسسې د افغانستان د روانې جګړې د پای ته رسیدلو لپاره د لارو چارو د لټولو په نیت د قطر په مرکز د دوها په ښار کې یوه غونډه جوړه کړې وه، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا او د طالبانو استازو د ګډون سربیره په کې د افغانستان د پارلمان، د ښځو استازو او د مدني ټولنې په استازیتوب څو تنو ګډون کړی و.

د دغه کنفرانس د ګډون کوونکو پر وینا د شنبې د ورځې کنفرانس ته د افغانستان د سولې د عالي شورا سربیره د افغان پارلمان، ښځو او مدني ټولنې استازي هم بلل شوي دي.

د سولې د عالي شورا یو چارواکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دې کنفرانس کې د دې شورا په استازیتوب څوک برخه نه اخلي.

خو طالبانو په بیان کې ویلي چې دغه ډله د پګواش غونډې ته بلل شوې او په قطر کې د طالبانو دیره د سیاسي دفتر استازي به په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې دا کنفرانس د سولې خبرې نه بلکې د افغانستان ستونزو ته د سوله ایز حل د لټولو یوه اکاډومیکه ناسته ده، چې پخوا هم په کې د طالبانو استازو ګډون کړی و.

طالبانو ویلي" اسلامي امارت دغه بلنه منلې، او د سیاسي دفتر استازي به يې په دغه تحقيقاتي کنفرانس کې ګډون وکړي، اسلامي امارت غواړي له دا ډول کنفرانسونو او فرصتونو څخه په سالمه استفاده، د خپل ولس برحقه داعيه او روا دريځ خپله مخامخ د نړیوالو تر اذهانو پورې ورسوي، د یادونې ده چې نوموړی کنفرانس صرف څيړنیز کنفرانس دی چې په ستونزو او مسائلو اکاډمیک بحث کوي."

د ثور په میاشت کې د پګواش په غوڼده کې د ګډون په وخت د طالبانو استازو د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدلو لپاره ددغه هیواد څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي چې دغه کنفرانس ته بلل شوی خو د تخنیکي ستونزو له امله دوها، ته نه دی تللی، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې ویل چې د سولې عالي شورا د افغان حکومت سره د سلامشورو وروسته د پګواش کنفرانس ته د خپل استازي د نه استلو پریکړه کړې ده.

ښاغلي سعیدي وویل " قطر افغان حکومت سره په تفاهم کې نه دی، یعنی د افغان حکومت د تائید وړ نه دی، د افغانستان د حکومت د تائید وړ د سولې څلور اړخیز بهیر دی، نه قطر او نه هم ټرک دوه. "

تیر ثور د میاشتې په کنفرانس کې هم د طالبانو استازو او د سولې عالي شورا استازو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د چارو یو بل کارپوه وحید مژده، چې په تیره غوڼده کې یې برخه اخیستې وه، خو دا ځل د ویزې په برخه کې د ستونزو له امله دوها، ته له سفر پاتې شوی، امریکا غږ ته وویل چې دا غونډه د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د خبرو کومه غونډه نه ده بلکې د ښاغلي مژده په وینا دا غونډه د افغانستان د ټولنې د څو جهتونو ترمنځ د نظریاتو د شریکولو یوه غونډه ده.

ښاغلي مژده وویل " د خبرو اجندا د تیرو بحثونو دوام دی، د مثال په توګه په تیره غونډه کې چې په یوه ډیره مهمه مسله خبرې شوې وې او د طالبانو استازو ویلي وو چې مونږ د واک انحصار نه غواړو، په دې غونډه کې په دې مسله خبرې کیږي چې طالبان د واک انحصار نه غواړي د کومو نورو لارو څخه په کار اخیستلو نورو سره د واک ویش ترسره کیدلی شي".

هغه وویل چې بله مسله چې پرې به په جزئیاتو خبرې وشي، هغه د افغانستان د اساسي قانون موضوع ده چې طالبانو سره په د پګواش د غونډې په ګډون په نورو کنفرانسونو کې هم خبرې شوي، چې بیا به هم په دې مسله په تفصیل خبرې وشي.

پګواش یوه کاناډایي نړیواله موسسه ده چې د افغانستان سربیره د نړۍ د نورو مهمو مسلو په سر یې هم کنفرانسونه او غونډې جوړي کړي دي.

XS
SM
MD
LG