د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د خپلو عملیاتو په لومړۍ ورځ په غزني توغندي ویشتلي


د غزني ولایتي چارواکي وایي چې نن د دغه ولایت د والي دفتر سره نږدې څلور توغندي راپریوتي دي خو چاته یې د سر زیان نه دی رسولی.
د غزني ولایتي چارواکي وایي چې نن د دغه ولایت د والي دفتر سره نږدې څلور توغندي راپریوتي دي خو چاته یې د سر زیان نه دی رسولی.

د غزني د ولایت مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ ته وویل چې د دغو څلورو توغندیو نه یو یې د والي د اوسیدلو له ځای سره لګیدلی، بل د ښځو د چارو د ریاست له ودانۍ سره او دوه نور هم په همدغه سیمه کې راپریوتي دي خو چاته یې د سر زیان نه دی رسولی.

ښاغلي احمدي وویل " طالبانو د چهارشنبې د ورځې د خپرې شوې اعلامیې له مخې نن سهار په غزني کې خپل تحرکات پیل کړل چې چندانې تاثیر یې نه لره".

د غزني د ولایت مرستیال وویل چې د دغو توغندیو د بریدونو سربیره طلبانو د غزني د ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې هم د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي چې په کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

طلبانو د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د عزم په نوم د خپلو نوو پسرلینو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې دا عملیات نن سهار په پنځه بجو په بیلا بیلو ولایتونو کې د الله داکبر په نارو پیل شو.

هغه په خپل دغه بیان کې ادعا کړې چې نن سهار یې په بګرام کې د امریکا د پوځ په اډه هم توغندي ویشتلي دي. خو تراوسه کومې مستقلي منبع د مجاهد ادعا نه ده تائید کړې.

د طالبانو ویاند په دغه بیان کې ویلي چې د عزم په نوم دعملیاتو په لومړۍ ورځ په لومړیو پنځه ساعتونو کې دوی دافغان امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ټول ۱۰۸ غټ او واړه بریدونه کړي چې د طالبانو د ادعا له مخې په کې د دوی مخالفانو ته زیاته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

طالبانو ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې د دوی څلور جنګیالي وژل شوي او اوه نورټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو دا ادعا رده کړې ده.

د افغانستان د دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو د طالبانو له خوا د هغوی د پسرلینو عملیاتو د پیل اعلان یوازې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د تبلغاتي جګړې یوه برخه ګڼلې ده او ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه د خپلو مخالفانو د بریدونو د مخنیوي لپاره پوره جمتوالی لري.

XS
SM
MD
LG