د لاس رسي وړ اتصالات

آیا په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي شته او عملي بڼه لري؟


آیا په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي شته او عملي بڼه لري؟
آیا په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي شته او عملي بڼه لري؟

افغانستان د دیموکراسۍ په درشل کې نوی ګام ایښی دی او کرار کرار په کښي پرمختګ کوي خو اوس هم داسي ګواښونه موجود دي چې دغه پرمختګ کولای شي سوکه او یاهم معکوس کړي. یو ددغو ګواښونو نه د مطبوعاتو د آزادۍ پر وړاندې خنډونه دي.

مطبوعاتو ته د نن سباح په نړۍ کې د حکومت د څلورمې پایې په سترګه کتل کېږي چې د حکومت چارې څاري او عام خلګ د حکومت د فعالیتونو او د ټولنې د حقایقو نه خبروي.

پرته له شکه په تیرو لسو کلونو کې افغانستان هم د مطبوعاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. په لسګونو تلویزونونه او راډیو ګانې په ټول ملک کې فعالیت کوي او د ژوند بیلابیلې برخې څیړي، همدغه راز په سلګونو چاپي مجلې او ویب پاڼې شته چې د ژوند د حقایقو په باب ریپوټونه جوړوي او لیکنې کوي. خو د دې ټولو برسیره اوس هم یو لړ ستونزې شته چې په افغانستان کې مطبوعات او د مطبوعات فعالین ورسره لاس او ګریوان دي. ځیني وخت لیکوالان او خبریالان د حکومت د ځینو کړیو، با نفوذ کسانو او په ځینو موارد کې د حکومت د مخالفینو له خوا زورول کېږي او تر دې چې وژل کېږي لکه سطان منادي چې په قندزو کې ووژل شو ، اجمل نقشبندي او صمد روحاني چې په هلمند کې ووژل شول، زکیه ذکي چې په پروان کې ووژل شوه او په دې وروستیو کې رزاق مامون چې په کابل کې یې پر مخ باندي تیزاب ور وپاشل شول.

ددغه ستونزو د لا روښانه کولو دپاره او اړونده مقاماتو ته یې د رسولو دپاره مونږ د نن ماښام د خبرو اترو خپرونه په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادۍ ته ځانګړې کړې وه چې په خپرونه کې رحیم الله سمندر، د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر او د آزادۍ راډیو د کابل د بیرو ریْس، دکتور نبي پاکطین د باختر د اطلاعاتي آژانس عمومي ریْس او خالد هادي حیدري د بینوا د ویب پاڼې مسول مدیر او یو آزاد خبریال راسره میلمانه وه.

په خپرونه کې د مطبوعاتو او د بیان د آزادۍ پر وړاندې د پروتو خنډونو ترڅنګ د افغانستان د حکومت پر دریځ باندي هم خبري وشوې چې په دې برخه کې یې څه کړي دي او په مجموع کې د حکومت پالیسي په دې برخه کې څه ده.

د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر او د آزادۍ راډیو ریْس رحیم الله سمندر وايي چې د ګواښونو او پرتو ستونزو له امله دوي نشي کولای چې په ټول افغانستان کې حقایق بیان کړي او خلګو ته هغه څه چې پېښېږي هغه ورورسوي. هغه زیاتوي ،، مونږ نشو کولای چې د ژوند په بیه خلګو ته حقایق ورورسوو،،.

د ښاغلی سمندر د څرګندونو سره د بینوا د ویب پاڼې مسول مدیر خالد هادي حیدري هم موافق دی او وايي چې په کار ده په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي د کاغذ پر سر شعار پاته نشي بلکې عملي بڼه غوره کړي.

خو د باختر آژانس عمومي ریْس دوکتور نبي پاکطین بیا وايي چې په افغانستان کې ځیني مطبوعات د ژورنالیزم اصول په پام کې ننسي او هر وخت چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې برخه کې اقدام وکړي یا کومه اعلامیه خپره کړي نو د آزادو مطبوعاتو د سختو غبرګونونو سره مخامخ شي. هغه زیاتوي چې حکومت تر اوسه پوري داسي کومه ستراتیژي نلري چې په افغانستان کې آزاد مطبوعات کنټرول کړي او پکار ده چې هغو کسانو ته په افغانستان کې د فعالیت جواز ورنکړل شي چې د مطبوعاتو په اصولو نه پوهېږي........................

زمونږ خپرونه د واشنګټن د سټیډیو نه په مستقیمه بڼه د حسیب الکوزي په کوربه توب خپره شوه.

بشپر بحث لاندی اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG