د لاس رسي وړ اتصالات

خبرې اترې: افغانستان د مخابراتو نړیواله جایزه وګټله


خبرې اترې: افغانستان د مخابراتو نړیواله جایزه وګټله
خبرې اترې: افغانستان د مخابراتو نړیواله جایزه وګټله

د افغانستان د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو تر ټولو غټه نړیواله د (جي اس ام اې) جایزه ګټلې ده. دغه جایزه هر کال هغه هیواد ته ورکول کېږي چې د مخابراتو په برخه کې یې مهمې لاسته راوړنې لرلي وي.

د خبرو اترو په خپرونه کې مو د افغانستان د مخابراتو د وزیر ښاغلي امیرزي سنګین سره ددغه وزارت د وروستۍ غټې لاسته راوړنې په باب خبري وکړې.

د یادونې وړ ده چې لس کاله مخکي په افغانستان کې د موبایل خدمات نه وو او خلګو به په اصطلاح د پنځه نمره ايي یا لوکل ټلفونونه او بهر ته به یې د سوریا یا سټلایټ د ټلفونو نه کاراخیست خو نن لس کاله وروسته افغانستان د موبایل د خدماتو تر ټولو غټه جایزه وګټله.

د جمهور ریْس حامد کرزي د حکومت د راتلو سره سم په افغانستان کې د مخابراتو څانګې وده وکړه او بیلابیلو کمپنیو په مخابراتي خدماتو پیل وکړ چې په کښي د افغان بیسیم کمپنۍ، د روشن کمپنۍ، د اریبا ، د اتصالات او نورو کمپنیو د آزاد مارکیټ او رقابت له لارې هڅه وکړه چې خپل مخابراتي پوښښ په ټول افغانستان کې لا پسي پراخ کړي.

د موجودو آمارو پر بنسټ مخابراتو ۸۰ په سلو کې د افغانستان نفوس تر خپل پوښښ لاندي راوستیْ دیْ. دغه راز د مخابراتو سکتور د کارموندنې او د هیواد د اقتصادي ودې په برخه کې هم خورا مهمه مرسته کړې. همدا اوس د مخابراتو په سکتور کې ۵۰ زره خلګ کار کوي او د افغانستان ۱۲ په سلو کې ملي عواید د مخابراتو د سکتور نه دي.

د یادونې وړ ده چې د بهرنۍ پانګې اچونې له نقطې نظر نه هم د مخابراتو سکتور د نورو برخو په پرتله په لومړي مقام کې دی او د ملک اقتصاد ته یې ۱،۲ میلیارده ډالره راوړي دي.

ددغو ټولو مثبتو پرمختګونو په باب مو د افغانستان د مخابراتو او ټیکنالوژۍ د محترم وزیر سره د خبرو اترو په خپرونه کې خبري وکړې.

زمونږ خپرونه د واشنګټن نه په مستقیمه بڼه خپره شوه.

بشپړ بحث دلته واوریْ!

XS
SM
MD
LG