یو شمېر مدني فعالانو په ننګرهار او ځانګړي ډول د جلال اباد په ښار کې د هدفي وژنو په زیاتېدو اندېښنه وښوده.
د ننګرهار د مدني فعالانو استازو په کابل کې په یوې غونډې له حکومت څخه وغوښتل چې د دغو هدفي وژنو مخه ونیسي. دوی تور ولګوه چې حکومت د هدفي وژنو د قاتلانو په نیولو او محاکمه کولو کې پاتې راغلی دی.
راپورونه وايي چې په دې وروستیو کې په هدفي وژنو کې اته کسان وژل شوي دي، چې مدني فعالان، سوداګر او ځینې نور مخور کسان په کې شامل دي.
بریدګر تر ډېره په موټر سایکلونو سپاره وي او په رڼا ورځ خلک وژني او تښتي. لا معلومه نه ده چې دا هدفي وژني څوک او د څه لپاره کوي. په دې اړه پوره راپور په دغې ویډیو کې وګورئ: