د لاس رسي وړ اتصالات

په ټکنالوژۍ د لږو اوبو ښه مدیریت


د اقلیم د بدلون له کبله د نړۍ په ډیرو برخو کې اوبه په کمیدو دي چې له کبله یې ساینسپوهان دې ته اړ شوي دي چې د لږو اوبو د ښه مدیریت لپاره لارې چارې ولټوي.

د متحده ایالاتو په جنوب لویدیځ کې د کولراډو سیند چې شاوخوا څلویښت میلیونه خلکو ته د اړتیا وړ اوبه برابروي، د اقلیم د بدلون او د نفوسو د زیاتېدو له امله د اوبو له کمښت سره مخامخ دی.

د دغې ستونزې د حل لپاره ساینسپوهان د داسې نویو ټکنالوژیو په انکشاف باندې کار کوي چې بزګرو سره له اوبو څخه د موثرې گټې اخیستلو په برخه کې مرسته کوي.

د دغو هڅو څخه یوه یې د سنډیا نشنل څیړنيز لابراتوار پروژه ده چې د بوټو سره د ځینو ستنو او سنسرونو د تړلو له لارې د اوبو اړتیا څیړي.

د دغې پروژې مسئول ډیوډ هنسن وایي چې په راتلونکي کې به بوټو پورې تړل شوې کوچنۍ ستنې دا معلومه کړي چې بوټی څومره اوبو ته ضرورت لري. همداراز دغه سنسرونه به په اتومات ډول د اوبو سیستمچالان او بند کړی شي.

ښاغلی هنسن وایي: ”لکه څنګه چې مونږ د انسان په حجرو کې د مایعاتو د معلوملو لپاره د وینې د نمونې له اخیستو پرته د پوستکي دپاسه له سنسرونو کاراخیستلی شو، له دغې طریقې څخه د بوټو د وضعیت د څارلو په خاطر هم ګټه اخیستلئ شو. “

ښاغلی هنسن زیاتوي چې د دغې پروژې څخه یې موخه دا ده چې بوټو تهد ضروت په اندازه او په مناسب وخت کې اوبه ورکړل شي چې له کبله به یې د سبزیجاتو او میوو خوند ښه شي.

همداراز د کولراډو ایالت د ګریلي د ښار څخه بهر یوه سیمه کې یوه بله کرنیزه پروژه کې ساینسپوهان ځینې کنټرول شوې تجربې کوي او د اوبو هر څاڅکی اندازه کوي چې بوټو ته ورځي .

دوي د اوبو لګولو د کسري طریقې له لارې په کښت باندې اوبه کموي چې معلومه کړي څنګه کولئ شي په لږ لندبل سره ښه حاصل ترلاسه شي.

سایسنپوهان په دې باور دي چې دغه پروژې ښايي امریکا او ټولې نړۍ کې د کرنې په برخه کې ژور بدلون رامنځته کړي او د لږو اوبو په تنظیمولو کې ډیره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG