د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا کې د چپسو ډېر خوراک د یو هلک د سترګو دید کم کړی


د انګلستان په بریسټول ښار کې یو ۱۷ کلن هلک د چپسو خوړلو له کبله د خپلو سترګو بینايي له لاسه ورکړې ده.

ډاکټران وایي چې هغه د ARFID په نوم یوې بیمارۍ باندې اخته شوی. د دغه هلک کورنۍ وایي چې هغه شاوخوا ۱۲ کاله یوازې چپس خوړل.

د بریسټول ښار د سترګو روغتون کې د دغه هلک معالج، ډاکټر دینیز اتن وایي چې ناروغ هره ورځ یواځې چپس او سره کړي کبان خوړل چې له کبله یې په وجود کې د ویټامین جدي کمی پیدا شوی و.

د سترګو د دید پر کموالي سربېره هغه په غوږونو هم ګوڼ شوی دی.

ډاکټر اتن وایي چې د معایناتو وروسته ښکاره شوې چې د دغه ماشوم په وجود کې د ویټامین B۱۲ سر بیره ده د ویټامین D، مس، سیلینیم او ګڼو نورو کمی تثبیت شوی.

ډاکټر اتن وایي چې د دغه هلک د سترګو منځنیو برخو کې ټکي پیدا شوي چې له کبله به یې ورته د کتاب لوستل، تلویزون کتل او یا موټر چلول امکان ونه لري. هغه یواځې کولی شي چې په لاره لاړ شي ځکه چې د سترګو دید یې کم شوی دی.

د دغه هلک مور وایي چې هره ورځ به یې ورته د سبزۍ او کورنيو خواړو سانډویچ جوړولو خو زوی یې هیڅکله نه خوړل. ان تر دې چې څو ځلې یې په ښوونځي کې ښوونکو هم په دغه اړه اندیښنه ښودلې وه.

هغه زیاتوي چې د زوی وزن یې ډیر نه وو نو ځکه یې دغه راز خوراک ته هم اندیښمنه نه وه ځکه داسې یې انګیرله چې یواځي چاقي ناروغي کیدی شي.

ډاکټر اتن وایي چې دغه راز چلند چې کله په ماشومانو کې په وړوکتوب کې پیدا شي، په ډير احتمال یې په ځوانۍ کې هم ادامه پیدا کوي او د صحي خوړو له خوړلو بیزاره وي.

هغه ټولو میندو او پلرونو ته دا توصیه کوي چې د خپلو ماشومانو په تغذیې کې د ډېر احتیاط څخه کار واخلي او هڅه وکړي چې ماشومان یې میوې او سبزیجاتو سره اشنا اوسي او وخوري.

XS
SM
MD
LG