د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ یو ان ډي پي، د نړۍ کابو ۳ میلیارده بیوزلو سره د مرستو غږ کړی


د کرونا ویروس په خپریدو سره ګڼ شمیر کسانو کار له لاسه ورکړی دی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي لنډمهاله تضمین شوې مرسته کولای شي د کروناویروس له ناوړه اغیزو څخه د نړۍ کابو درې میلیارده بیوزلې اوسیدونکي وساتي.

د یو ان ډي پي په وړاندیز کې ویل شوي چې مالي مرستې کولای شي د ویروس د خپریدو له مخنیوي سره هم مرسته وکړي ځکه دا مرستې ددې لامل کیږي چې خلک په کورونو کې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو دغه پروګرام څرګندوي چې یو میلیارد انسانان د بیوزلۍ له کرښې ښکته حالت کې ژوند کوي او په ورځ کې یو اعشاریه نیوې سنټه عاید لري.

کابو دوه میلیارده نور فقط د بیوزلۍ له کرښې پورته ژوند کوي خو ددې خطر شته چې له کرښې ښکته وغورځیږي، ځکه کابو اویا سلنه دغه کسان په غیر رسمي سکټور کې کار کوي. هغوی خپله کار کوي، معاش نه ورکول کیږي او بیمه هم نلري.

د کویډ نولس له قیوداتو سره سره، یو شمیر هغه کسان چې خپل کار و بار لري اړ دي چې بهر ووځي او د ځان او کورنۍ لپاره یو څه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي صندوق مشر جورج ګرې مولینا امریکا غږ ته وویل:" هغه څه چې موږ وینو ډیر ناوړه دي.خلک کار او د ژوند سهولتونه نلري، عاید نشته او د ژغورنۍ سیاستونه هم بې ثباته دي. یو شمیر کار کوي خو یو شمیر یې نه کوي. که هغوی کار ونکړي، نو تاسې به د یروس د خپریدو شاهدان پاتې شئ، حالت به نور هم خراب شي."

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اټکل کوي چې یو اعشاریه دوه تریلیون ډالره به د شپږو میاشتو لپاره په ۱۳۲ مخ پر ودو هیوادونو کې د کابو دریو میلیاردو انسانانو د اساسي اړتیاوو د پوره کیدو لپاره کافي وي.

څو هیوادونو په موقت ډول د اساسي مرستو د برابرولو اقدام کړی دی. د بیلګې په ډول، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبر ورکوي چې توګو هیواد له خپل ۱۳ فیصده نفوس سره د نغدو پیسو د پرورګرام له لارې د ۱۹.۵ میلیونو ډالرو مرسته کړیده.

یاد سازمان وايي برازیل او کولمبیا هم په دې وروستیو کې د مالي مرستو د ورکولو په هدف د خلکو د ثبت کولو بهیر پیل کړی دی.

هسپانیا هم له ۸۵۰ زره اسیب پذیره کورنیو او ۲.۳ میلیونو کسانو سره د مرستې په هدف د ۲۸۹ میلیونو ډالرو بودیجه تصویب کړه.

XS
SM
MD
LG