د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې لس برمته شوي مسافر راخوشې شوي


دا لس مسافر نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د وسله والو کسانو له خوا د زابل په شاجوې کې برمته شوي وو
دا لس مسافر نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د وسله والو کسانو له خوا د زابل په شاجوې کې برمته شوي وو

چارواکي وایي دا مسافر د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د کارکوونکو او د سیمه ایزو مشرانو په مرسته تیره ورځ ناوخته د یرغمل نیونکو څخه روغ رمټ راخوشې شوي دي.

د زابل والي محمد انور اسحقزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې ددغو لسو برمته شوو مسافرو خلاصیدل تائید کړي دي.

ښاغلي اسحقزي ددغو مسافرو د خلاصون په باب وویل " لس مسافر د سیمه ایزو قومي مشرانو او ملي امنیت د ریاست د موظفینو له خوا تیره ورځ راخوشې شول او ټاکل شوې چې دا مسافر نن په پوځي هلیکوپتر کې له زابل څخه کابل ته ولیږدول شي ".

د زابل والي د راخوشې شوو مسافرو د روغتیایي وضعیت په باب وویل چې د ټولو مسافرو روغتیایي وضعیت ښه دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تیره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې د یرغمل نیوونکو له منګلو د لسو برمته شوو مسافرو د خلاصون خبر ورکړی وو او ویلي دي چې دا مسافر ددغه ریاست د موظفینو له خوا د یرغمل نیوونکو له منګلو راخوشې شوي دي.

د تیرعیسوي کال د نوامبر په نمایي کې وسله والو کسانو د زابل ولایت د شاجوې د ولسوالې په مربوطاتو کې دا لس مسافر چې د کندهار څخه کابل ته په لاره وو یو نامعلوم ځای ته وتښتول.

د زابل ولایت د شاجوې وسله وال محمد جوادي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل دا لس مسافر د ملا تقوی په نوم د طالبانو د یو سیمه ایز قوماندان له خوا برمته شوي وو.

شاغلي جوادي وویل " ملاتقوی د طالبانو یو قوماندان دی، چې دا لس مسافر یې د کوچیانو د څلور سوه پسونو په بدل کې برمته کړي وو ".

هغه وویل چې د کوچیانو پسونه د غزني په ولایت کې ځینو سیمه ایزو وسله والو تښتولي وو.

سیمه ایز چارواکي وایي چې دا مسافر به نن په پوځي هلیکوپټر کې له زابل څخه کابل ته ولیږدوي.

XS
SM
MD
LG