د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل کې د داعش لس ملاتړ کوونکي نیول شوي


برازیل د المپیک د سیالیو پر وخت د امنیت ساتلو لپاره پوره چمتوالی لري.
برازیل د المپیک د سیالیو پر وخت د امنیت ساتلو لپاره پوره چمتوالی لري.

په برازیل کې چارواکي وایي دغو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې پدې خبرې کړې وې چې د المپیک د نړیوالو سیالیو پر وخت بریدونه وکړي. دا سیالۍ راتلونکې میاشت تر سره کیږي.

د برازیل د کورنیو چارو وزیر الکزندرې دې مورایس ویلي دي چې نیول شوي لس کسان په تروریزم کې د لاس لرلو په شک نیول شوي او چارواکي په دوه نورو کسانو پسې ګرځي.

چاروکي همدارنګه وایي چې اسلامي دولت یا داعش ډله په برازیل کې د برید کولو لپاره چندانې امکانات او مهارتونه نلري او ډیر احتمال شته چې دغو کسانو به هم کوم برید نه و کړی.

پولیس او د امنیتي ادارو کار کوونکي بیا هم اندیښنه لري ځکه چې په امریکا او اروپا کې څه موده وړاندې ځینو کسانو د بل چا د مرستې او رزونې نه پرته وکړی شي چې مهم او غټ بریدونه وکړي.

ښاغلی مورایس وایي چې دغو کسانو پلان درلود د المپیک د سیالیو پر وخت د وسلو نه کار واخلي او چریکې بریدونه وکړي. د المپیک سیالۍ د راتلونکې میاشتې په پنځمې نیټې په برازیل کې پیلیږي. نیول شوي کسان به د دیرشو ورځو لپاره د پولیسو سره بندیان وي

XS
SM
MD
LG