د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې نهه ملکي وګړي په چاودنه کې وژل شوي


د میدان وردګ ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې چاودنې نهه تنه په داسې حال کې وژلي چې په غزني کې په یوه بله پیښه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي
د میدان وردګ ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې چاودنې نهه تنه په داسې حال کې وژلي چې په غزني کې په یوه بله پیښه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي

سیمه ایز چارواکي وایي چې په غزني او میدان وردګ ولایتونو کې په دوه جلا پیښو کې نهه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور چې اکثره یې ماشومان دي ټپیان شوي.

د میدان وردګ ولایتي چارواکي وایي چې نن سهار اته بجې ددغه ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې د یو جومات مخې ته په یوه چاودنه کې لس ملکي وګړي وژل شوي او تن بل ټپي شوی دی.

میدان وردګ د والي مرستیال ذاکرحسین سلطاني امریکا غږ سره په خبرو کې د پیښه تائید کړې او ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې ځوانان او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي سلطاني وویل نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د سیداباد د ولسوالۍ د جږمات مخې ته یوه چاودنه شوې چې له امله یې لس ملکي کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی ".

د میدان وردګ ولایتي چارواکي وایي چادونه له میدان ښار څخه ډیره وړاندې په یوه سیمه کې چې مخالف وسله وال په کې نفوذ لري شوې ده نوځکه د دغې چاودنې په باب ډیر معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.

خو د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا منشې شریف الله هوتک امریکا غږ ته وویل چې دا پیښه د ملي اردو د هاوان د یوې ګولۍ د لګیدلو له امله رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي هوتګ وویل "د سیداباد په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښته روانه وه، چې د ملي اردو د هاوان د یوې ګولۍ د لګیدلو له امله نهه ملکي کسان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول ".

د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ د دغه ولایت په ناامنه ولسوالیو کې شمیرل کیږي.

تراوسه مخالفو وسله والو ددغې چاودنې په باب څه نه دي ویلي.

غزني کې یوولس ملکي وکړي ټپیان شوي

د بلې خوا تیره شپه د میدان وردګ د ولایت د سیداباد د ولسوالۍ په ګاونډ کې د غزني د زنه خان په ولسوالۍ کې د هاوان د یوې ګولۍ د لګیدلو له امله یوولس تنه چې نهه یې ماشومان دي ټپیان شوي دي.

د غزني د ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې تیره شپه ددغه ولایت د زنه خان په ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو له خوا د هاوان ویشتل شوې ګولۍ د اوسیدانۍ په سیمه لګیدلې ده چې له امله یې یوولس تنه چې نهه تنه یې ماشومان دي ټپیان شوي دي.

د زنه خان ولسوال احمد ضیا یعقوبي امریکا غږ ته وویل چې دا پیښه د مستووخیلو په کلي کې شوې ده.

ښاغلي یعقوبي وویل "تیره شپه د طالبانو له خوا د هاوان یوه مرمۍ وویشتل شوې وه چې د زنه خان ولسوالۍ د مستوخیلوپه کلي کې د اوسیدانۍ په یو کور لګیدلې چې په ترڅ کې یوولس تنه چې نهه یې ماشومان دي ټپیان شوي دي ".

چارواکي وایي چې دا ماشومان د څلورو څخه تر لسو کالو پورې عمرونه لري.

احمد ضیا یعقوبي وویل چې ددې پیښې اته ټپیان له درملنې وروسته نن بیرته خپلو کورونو ته استول شوي دي.

د غزني د ملکي روغتون رئیس بازمحمد همت امریکا غږ ته وویل چې درې ټپیان یې د درملنې لپاره کابل ته استولي دي.

تراوسه ددغه برید مسولیت کومې دلې په غاړه نه دی اخیستی.

د مستوخیلو کلی د غزني د زنه خان ولسوالۍ اود میدان وردک ولایت د سیداباد د ولسوالۍ ترمنځ پورت دی چې مخالف وسله وال په کې فعال دي.

XS
SM
MD
LG