د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا کې د واده موټر چپه شوی او لس تنه مړه شوي


په بس کې ټول ۲۵ تنه سپاره و او ټپي شوي کسان روغتون ته وړل شوي.
په بس کې ټول ۲۵ تنه سپاره و او ټپي شوي کسان روغتون ته وړل شوي.

د اسټرالیا د سډني ښار په شمالي برخه کې یکشنبه جون ۱۱ (غبرګولي۲۱) د شپې ناوخته لس تنه وروسته تر هغه مړه شول چې د واده یو موټر چپه شو.

چارواکي وایي د مړه شویو شمیر ښایي تر دې هم زیات شي ځکه یو شمیر کسان چې د موټر پدې ټکر کې ټپي شوي، روغتیایي حالت یې ښه ندی او ځیني یې دومره ډیر ژوبل شوي و چې روغتیایي چارواکي مجبور شول روغتون ته یې په هیلکوپتر کې یوسي.

پولیسو د موټر چلونکی چې ۵۸ کاله عمر لري نیولی دی. تر اوسه نده څرګنده چې دا موټر ولې چپه شوی. په بس موټر کې ټول ټال ۲۵ تنه سپاره وو او ټول یې د واده په مراسمو کې د ګډون څخه وروسته د اوسیدو یو بل ځای ته روان وو.

په سیمه کې د پولیسو د کمیشنر مرستیالې ټریسي چپمن ویلي چې معلومه نده په پیښه کې ماشومان هم شامل دي که نه، خو دومره یې ویلي چې د موټر چلوونکی په روغتون کې د درملنې څخه وروسته د پولیسو مرکز ته وړل شوی.

د اسټرالیا صدراعظم انتوني البانیز په پیښه خفګان څرګند کړی او ویلي چې د "واده مراسم تل د خوښۍ څخه ډک وي او په دا ډول یې پای ته رسیدل ډیر ظالمانه او د خفګان څخه ډک دي".

صدراعظم ویلي چې خلک په ودونو کې بس لدې لپاره کرایه کوي چې خپل "میلمانه خوندي وساتي خو دا ډول پېښه کیدل د تصور څخه لیرې ده"

د پیښې په هکله د پلټنو لپاره د پولیسو ځانګړې قطعه سیمې ته رسیدلې چې د موټر د ټکر په هکله معلومات راټول کاندي.

XS
SM
MD
LG