د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو شپږو میاشتو کې لس بهرنیانو د افغانستان تابعیت اخیستی


د افغانستان پاسپورټ

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي په تیرو شپږو میاشتو کې لسو بهرنیانو ته د افغانستان تابعیت ورکړل شوی دی.

د عدلیې وزارت که څه هم په دې اړه زیات جزئیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې یاد کسان د بېلابېلو هیوادونو اوسېدونکي دي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د تابعیت غوښتنه کړې وه.

یاد وزارت نن دوشنبه جولاۍ ۱۲ (چنګاښ ۲۱) ویلي چې ۱۰۲ افغانانو بیا په بهر کې د تابعیت تر لاسه کولو لپاره د افغانستان د تابعیت پرېښولو غوښتنه کړې ده.

د عدلیې وزارت د ویاند د معلوماتو په اساس د تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا ۱۷۸ بهر میشتې افغانان چې د افغانستان د تابعیت پرېښودلو غوښتنه یې کړې وه دوسیې څېړل شوي دي.

د نوموړي په وینا د افغانانو لخوا د خپل تابعیت پرېښودلو عمده لامل دا دی چې ځینې هیوادونه دوه ګونی تابعیت نه قبولي او د کوربه هیواد د تابعیت تر لاسه کولو لپاره باید خپل اصلي تابعیت پرېږدي.

XS
SM
MD
LG