په بورکینا فاسو کې چارواکي وایي "ترهګرو" دوشنبه اکټوبر ۲۴ (لړم۲) د دې هیواد په شمال کې په یوې نظامي اډې برید کې لږ تر لږه ۱۰ سرتیري وژلي او نږدې پنځوس نور یې ټپي کړيدي.
دا پیښه د جیبو په ښار کې د پوځ د څوارلسم غونډ په اډې شوې. پوځ ویلي چې دا ښار څه باندې ۳ میاشتې کیږي چې د جهادي ډلو لخوا کلا بند دی.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې "لس سرتیري په جګړې کې وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپي شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي".
د پوځ په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې پدې جګړې کې لږ تر لږه ۱۸ "ترهګر" هم وژل شوي او دا چې د هوایي ځواکونو څخه هم د همکارۍ غوښتنه شوې.
یوې امنیتي سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې برید د لمر خاته څخه وړاندې شوی و او برید کوونکو پوځي بارکونه او نور ستراتیژیک تاسیسات د هاوان په توغندیو ویشتلي دي.
پدې ښار کې نږدې ۳۰ زره کسان ژوند کوي او عمومي سړکونه یې د جهادي ډلو په لاس کې دي او دې ډلې همدارنګه هغه پلونه په بمونو الوزولي چې دا ښار د نورو سیمو سره نښلوي.
د پوځ یو کاروان چې دې نظامي اډې ته یې مواد لیږدول، د تیرې سپټمبر د میاشتې په ۲۷ مې پرې په لار کې برید وشو چې ۳۷ تنه پکې ووژل شول.
په وژل شویو کې ۲۷ یې سرتیري و او د لاریو ۷ چلوونکي لا هم بې درکه دي.
د دې برید څخه یوازې ۴ ورځې وروسته د ابراهیم ټارو په نامه د پوځ ځوان تورن نظامي کودتا وکړله او د اکټوبر په ۱۴ مې د هیواد موقتي جمهور رئیس شو.
ښاغلي ټارو ژمنه کړي چې د جهادي ډلو څخه به جګړه ګټي.
د پوځ دې تورن د لوړې په مراسمو کې وویل، " مونږ د بې ساري بشري او امنیتي ناورین سره مخ یو. هدف مو بل څه نه بلکې د هغو سیمو بیرته نیول دي چې د ترهګرو په لاس کې دي".
د ښاغلي ټارو څخه وړاندې د پوځ یو بل ډګرمن پال هینري سانداګو دامبیا د جنوري په میاشت کې کودتا کړې وه او د منتخت جمهور رئیس راچ مارک کرسټیان کابور څخه یې واک په زور نیولی و.