د لاس رسي وړ اتصالات

د موزمبیق په خونړیو سیلابونو کې له ۴۰۰ نه زیات کسان وژل شوي


د موزمبیق دولتي مقاماتو ویلي چې د سمندري توفان وروسته ویجاړونکو سیلابونو څه دپاسه ۴٠٠ کسان وژلي دي.

دغه سمندري توفان چې د ١٧٠ کیلومترو په سرعت له سختو بادونو سره مل و تیره اونۍ د "بیره" بندري ښار وځاپه او په میلیونونو کسان یې له سخت گواښ سره مخامخ کړل.

د ژغونې عملې د کړکیچن وضعیت او سختو سیلابونو په وجه مصیبت ځپلو ته د مرستو رسولو په کار کې له ستونزو سره مخامخ وې.

خو د موزمبیق د ځمکې او چاپیریال چارو وزیر د وضعیت د یو څه ښه کیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې اوس د مرستو رسونې چارې ښه شوې دي.

سیلاب ځپلي څښاک اوبو، خوراکي توکیو او سرپناه ته اړتیا لري
سیلاب ځپلي څښاک اوبو، خوراکي توکیو او سرپناه ته اړتیا لري

هغه وویل "وضعیت په ښه کیدو دی، اوس هم کړکیچن خو په ښه کیدو دی. خو متاسفانه د مړو شمیر مخ په زیاتیدو دی. تر اوسه ۴۱۷ کسانو ژوند بایللی دی."

دغه سیلابونه همداشان ددې سبب شوي چې په زرگونو کسان د څښاک اوبو، خوراکي توکیو او سرپناه ته اړ شي.

د ملگرو ملتونو سازمان چې د سیلابونو د راوتلو په اړه یې دمخه خبرداری ورکړی و ویلي دي تر هغه چې د اوبو سطحه نه وي راټیټه شوې ددغې پیښې د زیانونو په اړه واقعي اټکل گران کار دی.

XS
SM
MD
LG