د هرات امنیتي ځواکونه وايي چې د دغه ولایت په هوایي ډګر کې یې د یو ترورستي برید مخه نیولې ده.
د هرات د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې امنیتيځواکونو د هرات په نړیوال هوایي ډګر کې د سید ادریس الله په نوم یو مشکوک کس نیولی چې غوښتل یې د هرات څخه کابل ته د پرواز په مهال لاسي بم ته انفجار ورکړي
د ملي امنیت په خبرپاڼې کې راغلي چې دغه کس د یو هنرمند په کالیو کې میدان ته راغلی او دRDX لاسي بم انفجاري مواد یې د موسیقۍ په یوې آلې (رباب) کې ځای په ځای کړي و.
چارواکي وايي د خواجه عبدالله انصاري د هوایي ډګر مسؤلینو د مسافرینو د تفتیش پرمهال دغه مواد کشف کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین هم ویلي چې ترورستي ډلې هڅه کوي چې ملکي کسانو او د ټولګټو تاسیساتو ته تاوان ورسوي خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره قاطعیت او وړتیا سره د هیواد د دښمنانو دغه ډول ناوړه هڅې خنثی کوي.
د نیول شوي کس په اړه نور جزیات ورنکړل شوي نه دي او نه هم ویل شوي چې ولې دغه مشکوک نیول شوي کس دا کار کاوه.