د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د جمهور رئیس ورور د فساد او رشوت په تور بندي شو


د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني ورور حسین فریدون، د یوې محکمې له لورې د فساد او رشوت خوړولو په تور په پنځه کاله بند محکوم شو.

د ایران د قضایي قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي د سه شنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ نیټې خبریالانو ته وویل چې ښایي ښاغلی فریدون په "نورو دوسیو" کې هم په سزا محکوم شي، خو پدې هکله یې زیات جزییات ورنکړل.

شاوخوا ۴٦ ایراني وکیلانو دوه کاله مخکې له جمهور رئیس حسن روحاني وغوښتل چې خپل ورور د "مالي فساد په تور" عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپاري.

ددغو جنجالونو په نتیجه کې محکمې ښاغلی فریدون د مالي فساد په تور احضار کړ خو په ضمانت یې خوشې کړ.

یو شمیر ایراني رسنیو هغه وخت رپوټونه خپاره کړل چې حسین فریدون خاصو افرادو ته په بانکونو او نورو مهمو اقتصادي برخو کې د مسؤلیت ورکولو په خاطر له هغوی څخه "رشوتونه" اخیستي دي.

حسین فریدون د روحاني په لومړۍ دورې جمهوري ریاست کې د هغه ځانگړی سلاکار او د ایران په اټومي مذاکراتو کې د ایراني پلاوي غړی و.

XS
SM
MD
LG