د لاس رسي وړ اتصالات

ګل ولي پسرلی: خپل درد لیکلو ته وهڅولم


په لندن کې میشت افغان ځوان او د مهاجرینو د حقونو فعال ، ګل ولي پسرلی وایي د "لایټلیس سکای " یا هغه اسمان چې رڼا نلري تر عنوان لاندې په کتاب کې یې د هغو کړاونو او ستونزو یادونه کړې چې افغان ځوانان یې اروپایي هیوادونو ته په غیرې قانوني لارو د سفر پر مهال ویني.

پسرلی وړاندې وایي " د کتاب د لیکلو بل هدف مې دا و چې نړۍ د افغان ځوانانو په ستونزو خبره کړم او دیته یې وهڅوم چې د دغو ځوانانو غږ واوري او د هغوي سره ناوړه چلند ونکړي. "

د ګلي ولي پسرلي کتاب لومړی په انګلستان او بیا د امریکا په متحده ایالاتو کې چاپ شو. پسرلی وایي " دغه کتاب به په فرانسوي، ایټالوي او د نړۍ په نورو ژبو هم ډیر ژر چاپ شي. "

ښاغلی پسرلی زیاتوي چې د کتاب په لیکو سره غوښتل یې چې افغان ځوانان وهڅوي چې د خپل لیاقت نه مثبته ګټه واخلي. پسرلی وایي " ما هم د نورو افغانانو په شان اقتصادي ستونزې درلودې، خو ما د لیک او لوست پدې خاطر غوره کړه چې لندن ته د راتګ د موقعې نه باید پوره ګټه واخلم. "

ګل ولي پسرلی چې یوازې یو ویشت کاله عمر لري واي د انګلستان د یوه محافظه کاره ښي اړخې ګوند غړې چې د مهاجرینو د مسلې سر سخته مخالفه وه، د هغه د کتاب تر لوستلو وروسته یې " زړه دومره نرم شو چې پریکړه یې وکړه د سوریې دوه مهاجر ماشومان به په پرزندۍ واخلي او لوی به یې کړي. "

ښاغلی پسرلی وایي چې د ځینو کسانو لخوا په هغه انتقاد هم کیږي خو د دغې محافظه کار د ګوند د غړې دا نظر " تر ټولو ښه او هڅوونکی عکس العمل " و چې د خپل کتاب په هکله ورته شویدی.

ګل ولي پسرلی په واشنګټن ډي سي کې د امریکا غږ په مرکزي دفتر کې د آشنا رادیو په اونیزې خپرونې " ځوانې هیلې" کې د عاشق الله رحیمزوی میلمه چې د کتاب تر څنګ یې په نورو مسلو هم ورسره خبرې کړیدي. بشپړه خپرونه دلته اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:42:48 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG