د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال ۵۰۷ افغانانو د خپل تابعیت د پریښودو غوښتنې کړي


یو شمیر هیوادونو قوانینو له مخې د دوه ګونې تابعیت نه منل د افغانانوله خوا د خپل تابعیت د پریښودلو په دلایلو کې شمیرل کیږي

د افغانستان د عدلیې وزارت شمیرنې ښيي چې د روان هجري شمسې کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله د هغو افغانانو په شمیر کې چې خپل افغان تابعیت پریږدي زیاتوالی راغلی دی.

خو دا وزارت وایي، یوازې لس تنو په دغه موده کې د افغان تابعیت د اخیستلو لپاره ورته غوښتلیکونه سپارلي دي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په ایران او هالنډ کې میشت افغان وګړي د افغان تابعیت د پریښودونو د لیست په سر کې ځای لري.

ښاغلي ریاضت وویل " د ۱۳۹۶ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تابعیت د پریښودلو شاوخوا پنځه سوه غوښتنلیکونه اسلامي دولت ته مطرح شوي، چې ترټولو زیات شمیر هغه افغانان دي، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې دیره دي او ورپسې بیا هغوی چې په هالنډ کې اوسیږي ".

د افغانستان د عدلیې وزارت د شمیرنو له مخې د ۵۰۷ تنو افغانانو څخه چې د خپل تابعیت د پریښود لو غوښتنې یې کړي ۲۳۳ په ایران، ۱۷۷ په هالنډ، ۳۱ په اوکراین، ۲۰ په اتریش او ۱۵ په قزاقستان کې اوسیږي.

دا شمیر د تیرکال د همدې مودې پرتله زیاتوالی ښيي.

د ۱۳۹۵ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۴۰۰ افغانانو د خپل تابعیت د پریښودلو د عدلیې وزارت ته غوښتنلیکونه سپارلي وو.

خو د افغانستان د عدلیې وزارت ویاند وایي چې د تیرو دریو کالو پرتله د هغو افغانانو په شمیر کې چې د خپل افغان تابعیت د پریښودلو غوښتنې کوي کموالی راغلی دی.

ښاغلي ریاضت وویل په تیرو کلونو کې دا شمیر په کال کې زرو تنو ته رسیده.

په بهرنیو هیوادونو کې د لوړو زده کړو دوام او د یو شمیر هیوادونو د قوانینو له مخې د دوه ګونې تابعیت نه منل د افغانانوله خوا د خپل تابعیت د پریښودلو په عمده دلایلو کې شمیرل کیږي.

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه په زیات شمیر د بهرنیو سرتیرو وتل او په دغه هیواد کې د جګړو د پراخیدو له امله لودیځو هیوادونو ته د افغانانو د ګډه کیدلو بهیر چټک شوی چې ورسره یو شمیر افغانان هغو هیوادونو ته هم تللي چې په قوانینو کې یې دوه ګونی تابعیت نه دی منل کیږي.

په ورته وخت کې د روان هجري شمسي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یوازې لس تنو د افغان تابعیت د اخیستلو لپاره عدلیې وزارت ته خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي.

په دغو لسو تنو کې د پاکستان، ترکیې، هند، چین او فرانسې وګړي شامل دي.

د افغانستان د قوانینو له مخې د تابعیت د پریښودلو او یا هم اخیستلو غوښنلیکونه د قانوني پړاونو له تیرولو وروسته د جمهوررئیس په مشرۍ د کابینې په غونډه کې رد او یا هم تائیدیږي.

XS
SM
MD
LG