د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړې استازې استعفا وکړه


امریکا د متحده ایالاتو ځانگړې استازې لورل میلر د جمهور رئیس غني سره د کتنې پر وخت

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړې استازې لورل میلر د جمعې په ورځ په داسې حال کې له کاره گوښه شوه چې دغه مقام ته لا بل څوک نه دی ټاکل شوی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړې استازه په داسې حال کې له کاره گوښه کیږي چې امریکا متحده ایالات د افغانستان په هکله د خپلې ستراتیژۍ په طرحه کولو او هغه هیواد ته د زرگونو نورو سرتیرو د استولو په سلا مشورو بوخت دي.

د پولتیکو خبري پاڼې د جمعې په ورځ په پخپله ویبپاڼه کې رپوټ ورکړی چې دیپلوماتانو فکر کاوه چې د ځانگړې استازې دفتر به ښایي د جمعې په ورځ تړلی وي. داسې هم ویل شوي و چې د ځانگړې استازې صلاحیتونه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو دفتر انتقال شوي دي.

خو، د جمعې په ورځ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن په یوه اعلامیه کې وویل چې هغه ددې دفتر د راتلونکې په هکله تر اوسه تصمیم نه دی نیولی.

ښاغلي تیلرسن داسې څرگنده کړه چې هغه پلان لري د بهرنیو چارو په وزارت کې د ځانگړو استازو شمیر راکم کړي. په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت بودجه ٣٠ فیصده راکمه شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړی دفتر په سیمه د متحده ایالاتو اهدافو ته د رسیدلو لپاره د ټولو حکومتي ادارو د چارو د هم آهنگۍ مسؤلیت لري او د ناټو سازمان او د امریکا د نورو متحدینو سره ددې هڅو د ملاتړ لپاره په تماس کې وي.

په ٢٠٠٩ کال کې ددې دفتر د رامنځ ته کیدو راهیسې تر اوسه پنځو امریکایي دیپلوماتانو دغه دنده پرمخ بیولی ده.

ریچارد هولبروک، لومړنی امریکایي دیپلومات و چې د ٢٠٠٩ نه تر ٢٠١٠ پورې یې دغه چارې پرمخ بیولی.

د ښاغلي هولبروک له مړینې وروسته مارک گروسمن په دې دنده وټاکل شو چې د ٢٠١١ نه تر ٢٠١٢ پورې وظیفه ترسره کړه. په همدې توگه جیمز دابنز، له ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٥ پورې دا وظیفه ترسره کړې وه.

بل امریکایي دیپلومات ریچارد هولسن، یو کال د ٢٠١٥ نه تر ٢٠١٦ پورې په دې مقام ټاکل شوی و. د ښاغلي هولسن وروسته لورل میلر، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانگړې ادارې سرپرسته وه.

XS
SM
MD
LG