د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠١٨ ته د ښځو د کال لقب ورکړل شوی


سږکال به ١٢٦ ښځې دکانگرس غړی شي

۲۰۱۸ کال د افغانو میرمنو لپاره د تیر کال په څیر له خنډونو او ستونزو ډک و.

۲۰۱۸ کال د افغانو میرمنو لپاره د تیر کال په څیر له خنډونو او ستونزو ډک و. خو افغانو میرمنو پرمختگونه هم وکړل، مثلاً د سولې په برخه کې یې هڅې پیل کړې دي. نن یې په کندهار کې غونډه وکړه. هغه میرمنې چې په جنوبي ولایتونو کې اوسیږي وايې چې جنګ، جګړې یې پرمختگ ته نه پریږدي. په همدې خاطر یې سوله لومړیتوب دی او غواړي چې د سولې په بهیر کې یې غږ واوریدل شي.

دوه زره اتلسم کال او ښځې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

له بل پلوه، دلته په امریکا کې ٢٠١٨ کال د ښځو کال و. په ملي او ایالتي کچه د پام وړ شمیر ښځې په منځمهالو ټاکنو کې بریالۍ شوې. نوی کانگرس چې چی د چارشنبی په ورځ کار پیلوي، یوشمیر داسې غړې هم لري، چې سیاست یې د ولسمشر ټرمپ د پالیسو په غبرگون کې پیل کړی دی.

په افغانستان کې هم سږکال یو شمیر ښځې په ملي او نړیوالې کچې لوړو مقامونو ته گمارل شوې دي.

ولسمشر اشرف غني‌ په لومړي ځل یوه افغانه مېرمن، عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه ټاکلې ده. د عادله راز تر څنگ، په امریکا کې د افغانستان د سفارت مسؤلیت هم په لومړي ځل یوې میرمنې ته سپارل شوی دی. سفیرې رویا رحماني‌ دوه اونۍ وړاندې په واشنگټن کې خپله دنده پیل کړه.

همدا شان ثریا دلیل په جنیوا کې سفیره ده، منیژه باختري، او شکریه بارکزۍ هم په بهرنیو هېوادونو کې سفیرانې دي.

XS
SM
MD
LG