د لاس رسي وړ اتصالات

په اسرایلو کې د نتنیاهو په پلوۍ مظاهرې شوي


په اسرایلو کې د صدراعظم نتنیاهو پلویانو د هغه سره د ملاتړ څرگندولو لپاره مظاهرې کړیدي
په اسرایلو کې د صدراعظم نتنیاهو پلویانو د هغه سره د ملاتړ څرگندولو لپاره مظاهرې کړیدي

په اسرایلو کې د صدراعظم نتنیاهو پلویانو د هغه سره د ملاتړ څرگندولو لپاره مظاهرې کړیدي. دا مظاهرې داسې مهال کیږي چې نتن یاهو دوه ځله په انتخاباتو کې ناکامه شویدی او په اداري فساد تورن شوی.

مظاهره چیانو چې د نتن یاهو د سیاسي گوند پلویان و، د "کودتا مخه ونیسئ" شعارونه وهل.

په دغو مظاهرو کې زیات شمیر کسانو گډون نه و کړی او داسې ښکاریده چې د نتن یاهو سیاسي پلویانو پکې گډون کړی و چې پکې د هغه د کابینې غړي او وزیران شامل و.

بنیامین نتانیاهو د رشوت، درغلیو او د اعتماد د ماتولو په دریو قضیو کې چې له ډیره وخت راهیسې پرې کار روان و، تورن شوی دی. هغه هڅه کوي خپلو پلویانو ته ووايي چې د هیواد ټول سیاسي سیستم په فساد او سیاسي تعصب ککړ شوی دی.

اسرایلي رسنیو ویلي دي چې د مظاهره چیانو شمیر د ٣٠٠٠ کسانو پورې و خو د نتنیاهو گوند ادعا کوي چې په احتجاج کې شاوخوا ١٥٠٠٠ کسانو گډون کړی و.

د نتنیاهو سیاسي مخالف بیني گانټز په خپل ټویټر ولیکل په یوه قوي دیموکراسۍ کې صدراعظم د قضایي نظام ضد مظاهرې نه کوي.

د اسرایلو لوی څارنوال جنرال اویچایي منډیبلټ چې په نتنیاهو یې د فساد تورونه لگولي، وویل چې په قانوني نظام حملې د حد نه وتلی اقدام دی.

د یادونې وړ ده چې نتنیاهو د ٢٠٠٩ کال راپدیخوا د اسرایلو صدراعظم دی. د اسرایلو د قانون مطابق نتنیاهو له دغو تورونو وروسته د قدرت پریښودلو ته اړ نه دی او هغه هم په قدرت کې د پاته کیدو ژمنه کړیده.

XS
SM
MD
LG