د لاس رسي وړ اتصالات

سنا ته د روسیې او ناټو په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د نومول شوي وزیر وینا


د امریکا د منتخب جمهور رئیس، ډونالد ترمپ له خوا د امریکا د بهرنیو چارو نوی نومول شوی وزیر، تیلرسن به د ولادیمیر پوتین سره د اړیکو په هکله د سنا مجلس د هغو جمهوري غوښتونکو او دموکراتو غړو تر پوښتنو لاندې راشي چې د مسکو د تیري کوونکي سلوک په هکله اندیښمن دي.

ښاغلی تیلرسن به د روسیې سره د خپلو اړیکو په هکله او د چین په جنوبي سمندر کې د چین د ټاپو جوړولو په اړه وینا وکړي.

ښاغلی تیلرسن به امریکایي سناتورانو ته ووایي چې د روسیې د بیا قوت اخیستو په اړوند د ناټو اندیښنه په ځای ده. هغه به ووایي چې د روسیې د مقاصد په اړوند باید هغه هیواد سره روښانه خبرې اړین دي څو امریکا خپل دریځ پلان کړي.

مهمه پوښتنه چې د اکسون مابایل پخوانی مشر تیلرسن به ورسره مخامخ شي دا دی چې؛ د نفتو د یو لوی شرکت د یو معامله گر نه څنگه کولی شي ځان د امریکا جگپوړي دیپلومات ته بدل کړي؟

ټیلرسن چې د ډیپلوماټیکو کارونو سابقه نهلري، د روسیې د مشرانو په اړه ډېرې څرګندوني کړې دي.

رکس ټیلرسن د اکسون موبایل شرکت د مشر په توګه له ۱۹۹۰ کال راهیسې له روسیې سره اړیکې لري.

رکس ټیلرسن د اکسن موبایل شرکت د مشر په توګه له ۱۹۹۰ کال راهیسې له روسیې سره اړیکې لري.
رکس ټیلرسن د اکسن موبایل شرکت د مشر په توګه له ۱۹۹۰ کال راهیسې له روسیې سره اړیکې لري.

نوموړي څو ځله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي او د نفتو د هغه شرکت مشر دی چې پوتین له روسیې سره د "دوستۍ"دولتي نښان ورکړی دی.

خو تر ده مخکې د سې شنبې په ورځ د امریکا د لوی څارنوال په توگه سناتور جیف سشنس د سنا مجلس استماعیه غونډه کې برخه واخیستله.

سناتور سشنس خپلو همکارانو ته وویل چې د امریکا په جنوبي ایالتونو کې د یوه اوسیدونکي په توگه نژادي تبعیض یې لیدلی او پوهیږي چې دا ناسم کار دی.

سناتور سشنس چې یو ځل مخکې د فدرالی قاضی په توگه د نژاد پرستۍ د تورونو له امله رد شوی و د سناتورانو له خوا د محافظه کارو نظریاتو له امله تر کلکو پوښتنو لاندې راغی.

سناتور سشنس یو ځل مخکې د فدرالی قاضی په توگه د نژاد پرستۍ د تورونو له امله رد شوی
سناتور سشنس یو ځل مخکې د فدرالی قاضی په توگه د نژاد پرستۍ د تورونو له امله رد شوی

سشنس وویل"تاسو پوهیږی چې زه څوک یم او په څه باور لرم."

امریکایي سناتوران جیف سشنس ته چې د متحده ایالاتو د لوی څارنوال په توگه نومول شوی د خپل د یو همکار په توگه گوري. ښاغلي سشنس چې د ډونالډ ترمپ لپاره یې کمپاین کاوه موظف به وي چې هغه ته په خپلواکه توګه حقوقي تحلیل وړاندې کړي.

جمهوري غوښتونکي سناتور چک گرسلی له هغه نه پوښتنه وکړه "ایا ته به وشې کړی، د خپل قضاوت له مخې، کله چې قانون او وظیفه دې درنه وغواړي، د امریکا د جمهور رئیس په وړاندې ودریږي او 'نه' ووایئ؟"

جیف سشنس په ځواب کې وویل "ساده ووایم، جمهور رئیس سره باید مرسته وشي چې هغه څه چې غواړي د قانون په چوکاټ کې یې وکړي، باید دا توان ولرو چې د هیواد، قانوني سیستم او جمهور رئیس لپاره 'نه' وویلی شو."

سشنس بیا تائیده کړه چې د سقط جنین مخالف دی خو زیاته یې کړه چې خبر دی چې د امریکا قانون سقط جنین ته اجازه ورکوي او هغه ورته درناوی لري.

ډموکراټه سناتوره، داین فینستاین
ډموکراټه سناتوره، داین فینستاین

دموکرات سناتوره داین فینستاین د ښاغلي سشنس نه د همجنسبازانو د واده کولو د قانون په هکله پوښتنه وکړه چې دی ورسره د یو باثباته قانون په توگه موافق دی که نه.

ښاغلي سشنس ورته په ځواب کې وویل چې د امریکا ستره محکمه دا قانون تصویب کړی او هغه به دا پریکړه تطبیق کړي.

دموکرات سناتور پتریک لیهي د ښاغلي سشنس نه د دونانلد ترمپ د کمپاین د دوران د ژمنو په هکله پوښتنه وکړه."منتخب جمهور رئیس بیا بیا ویلي چې قصد لري امریکا ته د مسلمانو مهاجرینو مخه ونیسي."

سشنس په ځواب کې وویل چې هغه په دې باور نلري او نه هم د دې نظریې ملاتړ کوي چې مسلمانان د یو مذهبي ډلې په توگه امریکا ته د راتگ نه منع شي.

ډونالد ترمپ ژمنه کړې و چې امریکا ته به غیر قانوني مهاجرت پای ته ورسوي او د جمهور رئیس اوباما هغه عالي فرمان لغوه کړي چې میلیونه بې اسناده خلک د بیرته شړلو نه ساتي.

ښاغلي سشنس ته له دې دوو نه یو هم غلط نه ښکاري. نومول شوی لوی څارنوال وایي"زه باور لرم که چیرې معافیت موجود وي، دغه د قانون درناوی کمزوره کوي او امریکا ته غیر قانوني مهاجرت هڅوې. زه باور لرم چې د امریکا خلک دا ځل په انتخاباتو کې خپل دریځ روښانه کړی."

د مدني حقونو ځینې ډلې د سشنس د استماعیې غونډې په مهال مظاهرې وکړې او وایي چې هغه د امریکا د څارنوالۍ څوکۍ ته مناسب شخص ندی.

تمه کیږي چې افریقایي الاصله سناتوران به د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې د سشنس د څرگندونو په خلاف د دې اونې په پای کې کې چې استماعیې غونډې جریان لري، شهادت ورکړي

XS
SM
MD
LG