د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني د ټایمز مجلې د کال په متنفذو څیرو کې


Afghanistan First lady Rula Ghani
Afghanistan First lady Rula Ghani

د ټایمز مجله هر کال د نړۍ سل متنفذ شخصیتونه چې د ژوند په مختلفو برخو کې یې د پام وړ لاس ته راوړنې درلودلې وي، معرفي کوي چې سږکال د افغانستان د جمهور رئیس میرمن رولا غني هم په دغه لیست کې راغلې ده.

د جمهور رئیس غني د میرمنې دفتر وایي، میرمن رولا " بي بي ګل " غني ویاړي چې د ۲۰۱۵ کال د نړۍ په سلو ډیرو نفوذ لرونکو څیرو کې شامله شوې ده.

د افغانستان د لومړۍ میرمنۍ دفتر وایي چې میرمن رولا " بي بي ګل " غني د ټایم د مجلې دغه انتخاب حیرانه کړې ده، خو ویلي یې دي دا چې د نړۍ په سلو ډیرو نفوذ لرونکو څیرو کې شامله شوې، پرې ویاړي.

په دغه بیان کې میرمن غني هیله ښودلې چې په راتلوونکو څلورو کلونو کې به د خپلو کارونو له لارې په پرې شوی باور خوندې وساتي.

د ټایمز مجلې لیکلي چې د افغانستان د نوي ټاکل شوي جمهور رئیس میرمن غواړي د یو داسې هیواد لپاره یو نوی باب پیل کاندې چې د اوږدې مودې راهیسې د ښځو د ژوند لپاره یو له ډیرو ستونزمنو سیمو څخه گڼل کیږي.

میرمن غني د جمهوري ریاست د کاندیدانو د میرمنو له ډلې څخه یواځنۍ میرمن وه چې د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې راڅرگنده شوه او هغه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د بلې هرې لومړنۍ میرمنې څخه زیات ټولنیز فعالیت لري.

د افغانستان یو مشهور لیکوال خالد حسیني د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې لیکلي چې رولا غني به د پخواني ولسمشر د ماندینې زینت کرزي برخلاف د خپل میړه تر شا ناڅرگنده پاتې نشي. هغه غواړي چې غږ یې واوریدل شي، ولیدل شي او فعاله اوسي.

XS
SM
MD
LG