د لاس رسي وړ اتصالات

د تمباکو صنعت ښځې په سگرټو روږدي کوي


د روغتېا نړېوال سازمان وايي چې د تمباکو صنعت په نړئ کی زیاتره ښځې په سگریټو باندی معتادوي.

د مئ په ېو دېرشتمه د تمباکو او سگریټو د استعمال په خلاف نړېواله ورځ ولمانځل شوه.

د روغتېا نړېوال سازمان په دې اړه په نړېواله سطحه باندی د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړی ده ځکه چه دسگرېټ و دڅښلو او تمباکو داستعمال په وجه هرکال د زرهاو ښځو او ځوانو جونو ژوند د مرگ خطر سره مخامخ کېږې.

د روغتېا نړېوال سازمان واېې چه دسگرېټو او تمباکو دخرڅلاو تجارتی اعلانونه باید بند شی.

دا سازمان واېې چه دسگرېټ جوړولو شرکتونه معمولا په بی وزلو او مخ په پراخېتا ملکونو کی دښځو ژوند تباه کوی.

د ورغتېا نړېوال سازمان واېې دغه شرکتونه په ډېره زېرکئ او مهارت داسی جذاب اعلانونه خپروی چه ځوانی ښځی او کم عمره جنکئ ېې زر ښکار کېږی او په نشه باندې معتاديږی.

ډیر یمېرمن د وخت نه مخکی دهغو ناروغېو له لاسه مری چه دتمباکو داستعمالولو په وجه راپېدا کېږی.

ددغو تجارتی اعلانونو مخه باې د ونیول شي او ښځې باېد اگاهی حاصله کړی ت رڅو زر ددغه موذی عمل نه لاس واخلي.

د روغتېا په نړېوال سازمان کی دتمباکو داستعمال نه دنړئ دخلاصولو په نامه دېوې ادارې امر ډوگلس بېچر واېې چه وضع فعلا ډېره خرابه ده:

"شاېد چه مونږ تراوسه پوری نه ېوو قادر شوی چه دښځو په منځ کی دتمباکو د استعمال له امله دراپېدا شوی اوبا دخطر په اصل ماهېت باندی ځانونه خبرکړو. زمونږ پلټنی او تحقېقات ښېې چې ډېر کم عمره هلکان او جنکئ چه په سگرېټو باندی اخته شوی دي شاېد چه دژوند تر پای پوری دغه عمل پری نږدی".

دنړئ په ېو سلو ېو پنځوس هېوادونو کی چه کومه سروې شوی ده ښېې چې د هلکانو ه اوس جنکئ ډېری سگریټ څښی او دمکسېکو، بلغارېې، ناېجرېا او نوي زېلاند په شمول په ېو شمې رهېوادونو کی هره ورځ ددغو ښځو شمیر زیاتیږی.

دروغتېا نړېوال سازمان واېې چې سگرېټ او تمباکو د زړه د سکتې باعث کېږی.

هر کال پنځه مېولنه خلک په دغو ناروغیو مری چې ېو نېم مېلونه ېې ځوانې ښځې وي.

دد ینه علاوه په ټوله نړئ کی هر کال ېو لک دېرش زره هغه خلک مری چه په خپله په سگرېټو عادت نه وی خو دبل چا دخولی گولی تنفس کوی، چې ددی جملې نه په سلو څلور شپېته زنانه تشکېلوی.

کومې ښځی چې سگرېټ څښېې واړه ماشومان ېې په ناروغئ اخته کېږې او زېاتره ېې خپل ژوند له لاسه ورکوی.

ډاکتر بېچر وایې که سمدستی ددې نړېوالې وبا چاره ونه شی نو شاېد چې د تمباکو داستعمال په وجه دکال دېرش دپاسه دوه زره مېلادی پوری په نړئ کی اته مېلونه خلک مړه شی چې ددې جملې نه به ېې دوه نېم میلونه ځوانې ښځی وی.

XS
SM
MD
LG