د "فرانس فوتبال" مجلې په نړې کې د فوتبال لس هغه لوبغاړي چې ډیر عاید لري معرفي کړل. په دغو لوبغاړو کې لیونل مسي او کریستیانو رونالدو په ترتیب له نورو مخکې دي.
په نړۍ کې د فوتبال ډیر عاید لرونکي لوبغاړي

۱
لیونل مسي، پنځه وارې د سرو زرو د توپ وړونکی، او د ارژانتین د فوټبال د ملي ټیم او د اسپانیې د بارسلونا تیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې یې ۸۴ ملیون امریکایي ډالر ګټلي او په دغه کال کې د فوتبال ډیر عایدلرونکی لوبغاړی وو.

۲
کریستیانو رونالدو، د پرتګال د فوټبال د ملي ټیم او د اسپانیې د ریال مادرید ټیم لوبغاړي په ۲۰۱۵ کال کې ۷۶ ملیونه ډالر ګټلي او په نړۍ کې د فوتبال دوهم ډیر عاید لرونکی لوبغاړی دی.

۳
نیمار جونیر، د برزیل د فوټبال د ملي ټیم او د اسپانیې د بارسلونا ټیم بوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې یې ۴۹ ملیونه ډالر ګتلي او په دغه کال کې د فوټبال دریم ډیر عاید لرونکۍ لوبغاړی وو.

۴
زلاتان ابراهیموویچ، د سویدن د فوټبال د ملي ټیم او د فرانسې د پاریس سن ژرمن ټیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې ۳۲ ملیونه ډالر ګتلي او په دغه کال کې د فوټبال څلورم ډیر عاید لرونکی لوبغاړی وو.