د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې د "طالبانو د والي مرستیال" ژوبل شوی


د ظفر قول اردو قوماندان وایي پر ملا ضمد باندې هوایي برید د فراه ولایت د خاک افغان په ولسوالۍ کې تیره ورځ شوی.
د ظفر قول اردو قوماندان وایي پر ملا ضمد باندې هوایي برید د فراه ولایت د خاک افغان په ولسوالۍ کې تیره ورځ شوی.

د افغانستان د۲۰۷ظفر قول اردو چارواکي وايي، د هرات ولایت لپاره د طالبانو له خوا د نومول شوي والي مرستیال او په دغه ولایت کې د دغې ډلې یو لوړپوړی قوماندان ملا صمد تیره ورځ د افغان هوايي ځواکونوپه بمبارۍ کې سخت ټپي شوی دی.

د ۲۰۵ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محمد ناصر هدایت امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې ملا صمد له ټپي کیدو وروسته د هلمند د بهرامچې له لارې د پاکستان د کویټې ښار ته د درملنې لپاره لیږدول شوی دی.

جنرال هدایت وویل " تیره ورځ د فراه ولایت د خاک سفید په ولسوالۍ کې مونږد طالبانو له خوا د فراه ولایت د والي مرستیالې ته پر نومول شوي مرستیال والي ملاصمد باندې ډیر بریالي عملیات درلودل".

جنرال هدایت وویل، ملا صمد او تر دیرشو پورې د هغه سرګروپانو د "نل دشت" په سیمه کې غونډه لرله چې د کشفي معلوماتو پر اساس پرې د افغان هوايي پوځ د هیلکوپترو له خوا برید وشو او په پایله کې یې ۱۸ طالب وسله وال چې ۱۲ یې سرګروپان وو، ووژل شول او پخپله ملا صمد ټپي شو.

هغه وویل چې په وژل شوو کې ملا عبدالقیوم کوچی او ملا لعل هم شامل دي.

طالبانو غبرګون

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې کابل کې یې رسنیو ته استولې د ملا صمد د ټپي کیدو په اړه د ظفر قول اردو د قوماندان څر ګندونې ناسمې بللي او ویلي دي چې ملا صمد روغ رمټ دی.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په دې بیان کې ویلي چې دې د ملا صمد د ټپي کیدو او د هغه د اتلس وسله والو وژل کیدل په کلکه ردوي .

قاري احمدي ویلي پر ملا صمد نه بمباري شوې او نه یې ملګري مړه او ټپیان شوي.

طالبانو دغه ویاند د افغان حکومت د چارواکو له خواد دغسې خبرونو خپرول د جګړو په ډګرونو کې د افغان ځواکونو د ماتې د پټولو هڅه ګڼلې ده.

ملا صمد د هرات د شینډنډ په ولسوالۍ کې د ملا هیبت الله اخوند په مشرۍ د وسله والو طالبانو د جنګیالیومشري کوله.

هغه د ملاعبدالرسول په مشرۍ د طالبانو څخه د بلې جلا شوې ډلې د قوماندان ملا ننګیالي وسله والو سره په شیډنډ کې په یوه اوږده جګړه کې هم ښکیل وو.

په دغو جګړو کې د دواړو ښکیلو لوریو څخه یو شمیر وسله وال مړه او ټپیان شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG